امنیت

د ملي اردو يو قوماندان تائيد کړه چې په هلمند کې ديوه واده په مراسمو په تير وتنې سره راکټي بريد شوى دى

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٢ :
د هيواد په جنوب کې د ملي اردو يو قوماندان تائيد کړه  چې په هلمندولايت کې  د يو واده په مراسمو  خونړى راکټي بريد دملي ارد و دسرتيرو له خوا په تير وتنې سره  ترسره  شوى دى.
تيره شپه  دسنګين په ولسوالۍ کې  ديو  واده مراسم  تر راکټي بريد لاندې راغى چې له امله يې شل تنه ملکي وګړي ووژل شول او څه ناڅه څلور تنه نور ټپيان شول.
د هېواد په  جنوب کې د ٢١٥ ميوند قول اردو يو قوماندان دباخترخبري آژانس  خبريال ته  وويل  چې د ملي اردو ځواکونو   د هلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې په تير وتنې سره  په يوه واده  دتوغنديو بريد وکړ .
ده  وويل  چې طالبانو  د واده  دمراسمو  ساحې ته  څيرمه سنګر نيولى و  او په سرتيرو  يې ډزې  وکړي  او امنيتي ځواکونو په تير وتنې سره  د  واده  په مراسمو دتوغنديو ډزې وکړې.
دغه راز د ميوند قول اردو مقامات وايي  چې ددغه  وژونکې راکټي بريد دپيښې دڅرنګوالي  په باره کې   څيړنې  پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته