امنیت

د ملي اردو يو عسکر شهيد او يو ماين ښخوونکى طالب ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د ملي اردو يو عسکر په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو يو عسکر د وظيفوي دندو د ترسره کولو په بهيرکې په واټ کې د ښخ کړى شوى ماين د چاودنې له امله شهيد شو.
دملي دفاع وزارت ددغه عسکر شهادت تاييد کړ خو د پيښې سيمه يې په ډاګه نه کړه .
دغه راز د ملي اردو ځواکونو دهيواد په بېلابېلو ساحو کې د امنيتي دندو په بهير کې د وسايطو ضد پنځه ماينونه شنډ کړل .
ديوبل خبرله مخې : څلور تنه ماين ښخوونکي وسله وال طالبان چې غوښتل يې د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسايطو ضد ماين ښخ کړي ، ماين په دوى وچاوديد يو تن يې ووژل شو او درې تنه نور ماين ښخوونکي ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته