د ملي اردو يو افسر په هرات کې په اعدام محکوم شو
کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢
په هرات ولايت کې يوې پوځي محکمې د ملي اردو يو افسر په اعدام محکوم کړ.
په دغه افسر تورلګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د ملي اردو يو سرتيرى په خوب کې په ډزو سره وژلى دى .
د هرات ولايت د نظامي استيناف محکمې رييس په يوه قضايي غونډه کې له څيړنې وروسته د اردو دغه افسر د خپل يوه ملګري د وژنې په تور په اعدام محکوم کړ.
په همدې حال کې د دغه افسر مدافع وکيل د محکمې تصميم غيرعادلانه بولي او وايي چې د ده د موکل دوسيه دې بايد د افغانستان عالي محکمې ته وړاندې شي او هلته وڅيړل شي.
دا شپږم پوځي دى چې د وروستيو اتو مياشتو په بهيرکې په هرات کې د بېلابېلو پيښو په دليلونو ترقانوني محاکمې لاندې نيول کيږي.