د ملي اردو يوولس تنه سرتېري د طالبانو په يوه کمين کې شهيدان شول .
کابل باختر د وږي پنځلسمه :
د ملي اردو يوولس تنه سرتېري د بادغيس ولايت د ابکمري په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې د اړوندو کسانو په کمين کې شهيدان شول .
دغه سرتېري کله يې چې غوښتل د بادغيس ولايت د ابکمري په ولسوالۍ کې د پوځيانو مرستې ته ورودانګي د لارې په اوږدو کې د يرغلګرو له خوا پرې ډزې وشوې .
تېره شپه يوې ډلې وسله والو طالبانو د بادغيس ولايت د ابکمري په ولسوالۍ کې د ملي اردو د سرتېرو په پوستو بريدونه وکړل .
پوځيانو دطالبانو د دغه بريد په بهيرکې دکومکي ځواکونو غوښتنه وکړه او په پاى کې کله چې کومکي ځواکونو غوښتل د دغو پوځيانو مرستې ته ورودانګي د لارې په اوږدو کې د نورو طالبانو له کمين سره مخامخ شول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترااژانس ته وويل چې؛ د طالبانو په دې کمين کې د ملي اردو يوولس تنه سرتېري شهيدان شول.
ده وويل چې؛ په دې متقابله جګړه کې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند ١٧ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د رارسيدلو خبرونو له مخې؛ څو تنه ډار اچوونکي په ابکمري کې هم د ملي اردو د ځواکونو په پوستو په خپلو بريدونوکې وژل شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم