امنیت

د ملي اردو يوه سرتيري درې تنه ملکي وګړي ټپيان کړل

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٣
د ملي اردو يوه سرتيري نن سهار د فارياب ولايت د قيصار په ولسوالۍ کې درې تنه ملکي وګړي په ډزو سره ټپيان کړل.
د فارياب ولايت د قيصار ولسوال محمدجميل دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سرتيرى په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا په قوماندانۍ پورې اړوند و او له ناندرو وروسته يې په ملکي وګړو ډزې وکړې او درې تنه يې ټپيان کړل.
له دغې پيښې وروسته دسيمې اوسيدونکو اعتراض وکړ او د دغه سرتيرى د محاکمې غوښتنه يې وکړه.
خبرځاى زياته کړه: دغه سرتيرى اوس له پوليسو سره دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته