کابل باخترد لړم د مياشتې ١٤ :
په ملي اردوکې د داوطلبانه خدمت لپاره ١٥٠ تنه ځوانان د ظفر قول اردو تعليمي مرکز ته معرفي شول.
د ملي اردو د جلب او جذب د قوماندان جنرال محمد نادر عظيمي د څرګندونوله مخې: دملي دفاع وزارت د ستر درستيز د لارښوونې له مخې ټاکل شوې ده شپږ سوه تنه داوطلبان دغه تعليمي مرکز ته معرفي شي.
ده په دې بيان سره چې، د هر ځوان دنده ده چې د هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع وکړي؛ په امنيتي ليکوکې د ځوانانو دجذب په برخه کې رامنځته شوې اسانتياوې او شرايط يې بيان کړل.
ده وويل چې دولسمو ټولګيو او له هغه څخه د لوړو زده کړو خاوندان کولاى شي د امنيتي ځواکونوپه ليکوکې شامل شي.
3 د یوې دقیقې څخه لږ