د ملي اردو د کوماندو ځواکونو څلور تنه تښتول شوي کسان وژغورل
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
دملي اردو د کوماندو ځواکونو نن د هرات ولايت د کشک رباط په ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې د يو سوداګراو د هغه د زوى په ګډون څلور تنه چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ وژغورل.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو دکوماندو ځواکونو د څو ساعته پلټوونکو عملياتو په بهيرکې د څلورو تنو دموندلو په مقصد چې د هرات ولايت د کشک رباط په ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو؛ دغه څلور تنه وموندل او د تښتوونکو له منګولو څخه يې وژغورل.
د دغو څلورو تنو د ژغورنې د عملياتو په بهيرکې ٥ تنه انسان تښتوونکي ووژل شول؛ ١٧ کلاشينکوفونه ،٢٣ تومانچې، يوه اندازه مهمات او يوسراچه موټر د ملي اردو د ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر په دې باب زياتې څرګندونې نه دي کړې.
خو ځينو خبرځايونو دوه تنه تښتول شوي کسان د حامدکرزي د دولت د يو پخوانى غړى په کورنۍ پورې اړوند بللى دى او ويل شوي دي چې دغې انسان تښتونې سياسي انګيزه لرله .
دغه راز ويل شوي دي چې د عملياتو په بهير کې دوه تنه ځانمرګي يرغلګر هم نيول شوي دي .