کابل / باختر د لړم د مياشتې ٧ :
د هېواد د ملي اردو او نورو امنيتي ځواکونو د ګډوچاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې پرون د هېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ يوشمېر ډار اچوونکي ووژل شول او يو شمير نور يې ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات د ننګرهار ولايت د اچين، دغزني ولايت د ده يک، دکندز ولايت په مرکز او د خان آباد او دشت ارچي د ولسواليو، دفارياب ولايت دقيصار او غورماچ او د هلمند ولايت د موسى قلعه، سنګين، ګرشک، کجکي او دنادعلي دولسواليو په مربوطاتو او د لښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو کې ترسره شول چې له امله يې يوه اندازه وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او په لسګونو ډول ډول ماينونه کشف او شنډکړى شوي دي.
د دغو عملياتو په بهيرکې دملي اردو ٤ تنه سرتيري هم شهيدان شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل