امنیت

د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٣٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د ملي اردو د ځواکونو د هغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې د هيواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول؛ ٣٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دغو عملياتوکې چې دسولې او ثبات د ټينګښت په مقصد د ميدان وردګو ، قندهار ، پکتيکا، غزني، زابل او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ ٣٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې په هغوکې د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان هم شامل دي او يوشمېر نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
په دغو عملياتوکې دغه راز د دښمن يوه اندازه وسله او نظامي وسايل او نور تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: دهيواد په بېلابېلو سيموکې دملي اردو د ځواکونو دامنيتي فعاليتونو له امله دوسايطو ضد ٨٥ ماينونه کشف او شنډ کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته