امنیت

د ملي اردو د دوو تنو سرتيرو د شهادت عاملين ونيول شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٨
هغه کسان چې په ننګرهار ولايت کې د ملي اردو د دوو تنو سرتيرو د شهادت تور پرې لګول شوى دى؛ تېره شپه د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس خبريال ته وويل: د طالبانو په ډلې پورې اړوندکسان احمد شاه او شاهين د مومند درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې په يو کورکې ونيول شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغوکسانو تور لګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د ملي اردو دوه تنه سرتيري د مومند درې په ولسوالۍ کې شهيدان کړي او دغه راز د هغو يو ملګرى ټپي کړى و.
دغه کسان تر تحقيق لاندې دي او ويل کيږي چې په دغه ولايت کې په زياترو تروريستي قضيوکې هم لاس لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته