د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان شول
کابل – باختر دلړم دمياشتې ٦
د ملي اردو دوه تنه سرتيري د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: د ملي اردو دوه تنه سرتيري د امنيتي دندو په بهير کې د ماين دچاودنې له امله شهيدان شول.
ويل شوي دي: دغه سرتيري په دوو جلاجلا پيښوکې وژل شوي دي. خو د دغې پيښې د ځاى په باب څه نه دي ويل شوي.
ديوبل خبرله مخې: د ملي اردو ځواکونو د فعاليتونو د ترسره کولو په وخت کې د وسايطو ضد ٦٠ ماينونه د هيواد په بېلابېلو سيموکې کشف او شنډ کړل او د څو پيښو مخه يې ونيوله.