امنیت

د ملي اردو درې عسکر شهيدان شول

کابل- باختر دمرغومې دمياشتې ٢٨
دملي اردو ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې د وسله والو مخالفينو دوه پټنځايونه کشف او ويجاړ کړل او اووه ديرش ماينونه يې ترلاسه اوشنډ کړل.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې د ملي اردو ځواکونو له ملي پوليسو او ملي امنيت سره د هلمند د سند په لويديځه ساحه کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د د ښمن دوه پتنځايونه ويجاړ او يو پنځه اويا ملي تري توپ او يو اس- پي – جي توغندي ويشتوونکى ترلاسه شوى دى.
دملي اردو ځواکونو د امنيتي ګزمې په بهيرکې د هيواد په بېلابېلو سيموکې اووه ديرش ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: د هيواد په بېلابېلو سيموکې په واټونوکې د ښخ کړاى شويو ماينونو د چاودنې له امله د ملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته