امنیت

د ملي اردو اووه تنه عسکر د ماين دچاودنې په جلاجلا پيښوکې شهيدان شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د ملي اردو اووه تنه عسکر په واټونوکې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو اووه تنه عسکر د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې په واټونوکې دښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې له امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت مقاماتو د امنيتي دندو په بهيرکې ددغو عسکرو شهادت تاييد کړ خو دپيښې سيمه يې مشخصه نه کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته