امنیت

د مقناطيسي ماين په يوه چاودنه کې د تيلو يو ټانکر اور واخيست

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٦  :
د يو خصوصي شرکت د تيلو يوه ټانکر په پروان ولايت کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله اور واخيست .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه پرون  د کابل _ چاريکارو د لويې لارې په اوږدوکې  د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه چې د څلويښتو زرو ليترو تيلو په ظرفيت په نشنل شرکت پورې اړوند د تيلو ټانکر د مقناطيسي ماين  د چاودنې له امله اور واخيست.
خبرځاى وويل چې دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د اور وژنې دمديريت پوليس  د پيښې ځاى ته ورسيدل او د سر د زيان  د اوښتو مخه يې ونيوله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته