د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام!

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٦ :
د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين پيغام!
بسم الله الرحمن الرحيم
له شک پرته ټول په دې پو هيږي چې د نړۍ په هر هيوادکې د ډله ييزو اطلاعاتو لومړنۍ وسيله ورځپاڼې، مجلې او نورې چاپي خپرونې وې يعنې ژورناليزم په ورځپاڼې ليکنې سره پيل شو.
په افغانستان کې هم کله چې دمطبو عاتو خپلواک رياست وزارت ته لوړ شو، دغه وزارت يې د مطبوعاتو وزارت په نامه  ونوماوه.
خبر رسول، دخبرونو، مقالو، رپوټونو، تبصرو او د اعلانونوخپرول او آن د داستانونواوشعرونو او د ژوند ليکونو خپرول په پيل کې يواځې دمطبوعاتوکارو او وروسته وروسته راډيو اوبيا سينما په مستندو فلمونو سره او په پاى کې ټلويزيون دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو په ليکوکې ور زيات شول.
په همدې ځاى کې لازمه ده يادونه وکړم، هغه ستر مدني حق چې موږ يې د بيان آزادي بولو؛ په مطبوعاتو سره مفهوم پيداکړ او په مطبوعاتوسره وپيژندل شو. مطبوعات د بيان په آزادى په برلاسي سره داسې ځواکمن او اغيزمن شول چې هغه يې په ډموکراتيکو نظامونوکې څلورمه قوه وبلله
مطبوعاتو د عامه افکارو په پلي کولو، دخلکو دپوهې د کچې په لوړولو ، د استعمار له منګولوڅخه د آزادى اوخپلواکى لپاره د ملتونو په مبارزه او په ټولوټولنوکې له خرافاتو او بېرته پاتې والى سره په مبارزه کې ستر رول درلود. خوبايد ووايو چې آن په نننيو پرمختللو هيوادونوکې دمطبوعاتو او د بيان آزادى وړيا او په آسانه نه ده ترلاسه شوى .
دخطرمنل او دمطبوعاتو د کارکوونکو او دټولنې د منورينو سرښندنې چې اعدام او بند او ځورونه يې ځانته وپيرودله، په هر هيوادکې دغه موهبت را منځته کوي. دهندپه نيمه وچه ، ايران او افغانستان کې د حبل المتين، حى على الفلاح، صوراسرافيل ، شمس النهارپه ګډون ،ارزشتناکو خپرونو هريوه ستر رول ولو باوه او ددغوخپرونو اودسيمې دنورو خپرونو چلوونکي اويا زيات شمېر قلمي همکاران اعدام شول، زړه بوږنوونکى جيل او ځورونې يې وزغملې. په افغانستان کې د سراج الاخبار له تجربې وروسته د ديرشمې هجري لمريزې لسيزې په پيل کې د وطن ،انګار او د نداى خلق جريدو د حق غوښتنې آواز اوچت کړل او د وخت واکمن استبدادپه ډير لنډ وخت کې دغه آواز زندي کړ.
د١٣٤٣هجري لمريزکال د اساسي قانون له تصويب وروسته، بيا د ديرشو غيردولتي خپرونو خاوندان شوو . سره له دې چې څلويښتمه لسيزه يې د دموکراسي لسيزه بللې ده؛ په دغوديرشو غيردولتي خپرونو په يو ډول نه يو ډول سانسور عملي کيده او چلوونکي يې له يو لړمحدوديتونو سره مخامخ وو.
په افغانستان کې د لنډمهال حکومت په پيل سره، آن مخکې له دې چې د نوى اساسي قانون د تسويدکميسيون جوړ شي؛ هلې ځلې مو وکړې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې د ډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو قانون جوړ کړو او له نيکه مرغه په دې بريالي شوو چې هغه له اساسي قانون مخکې نافذ کړو . د بيان آزادى اود غيردولتي چاپي ، صوتي او تصويري رسنيو رامنځته کيدل هماغه يوولس کاله مخکې زموږ آرمان و.
له خپريدو مخکې د سانسور لغوه کول اودټولنيزو مرکزونو او افادو له خوا درسنيو دامتيازداخيستلو آسانه کول ددې سبب شول چې نن په ټول افغانستان کې پنځوس ټلويزيونونه ،د راډيو يوسلو پنځوس سټيشنونه اونږدې زر عنوانه غير دولتي چاپي خپرونې دخپرونومجال او امکان ترلاسه کړې.
کورنيو اوبهرنيو نظر خاوندانو په وار وار ويلي دي چې په افغانستان کې د بيان د آزادى او دخپرونو حالت نن زموږ د سيمې له هيوادونو څخه څوبرا بره ښه دى، خو د هيوادګرانو ژورناليستانو اوخبريالانو،يوه مطلوب حالت او يوه آزاد او مسوول سيسټم ته تر رسيدو پورې واټن لرو.
زه د اطلاعاتو اوفرهنګ د وزير په توګه د بيان د آزادى او د خپرونو په ساتنې ځان مکلف بولم، د رسنيو له ټولو خاوندانو، ګرا نو خبريالانو ، د ټولنې له ليکوالو، دنظر له خاوندانو او د ژورناليستانو له اتحاديو او د افغانستان له ټولو پتمنو خلکو څخه غوښتنه کوم چې زموږد رسنيو ،دبيان د آزادى او په هيوادکې دخپرونو د حالت په ساتنه او ښه والى کې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره په يوه غږ شي او پرې نږدي چې دغه ارزښتناک برياليتوپو نه له منځه لاړ شي.
ګرانو دوستانو! له نيکه مرغه زموږ رسنۍ د کميت او کيفت په لحاظ د پاملرنې وړ دي. هغه څه چې هيله لرم؛ دا دي چې دغه رسنۍ دې د خبريالى نورمونه تل په پام کې ولري او دخپلو مخاطبانو د ديني او اخلاقي معتقداتو درناوي وکړي .
ځينې رسنۍ په مالي منابعو د نه لاسبرى په دليل وځنډول شوې او د بهرنيو مرستو کمښت د مطبوعاتو خاوندانو ته ستونزې پيداکړې دي.
هلې ځلي کوو چې ډير ژر په اطلاعاتو د لاسبرى او د خبريالانو د ملاتړ قوانين خپل پړاونه بشپړ کړي اونافذ شي.
په پاى کې يوځل بيا د رسنيو له ټولوکارکوونکو څخه غواړم چې د تاوتريخوالى او د هغه د رواجولو د فرهنګ مخه ونيسي .د يو بل منل د نظم د ثبات لپاره اساسي اړتياده .
زه په داسې حال کې چې د خبريالى د برخې د قربانيانوله کورنيوسره خپله ژوره همدردۍ څرګندوم، د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې له امله تاسو ټولوعزيزانوته مبارکي وايم او د لوى خداى(ج) له دربارڅخه تاسو ټولو ته د برياليتوب او سرلوړي هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته