د مطبوعاتو دازادي نړيواله ورځ ونمانځل شوه .
کابل باختر دثور پنځلسمه
دمطبوعاتو دازادي نړيواله ورځ دافغانستان دژورنالستانو دشورا له خوا ونمانځل شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې له همدې امله داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين ، ددغه وزارت دمعين دين محمد مبارز راشدي او سلاکار جلال نوراني ، دکورنيو چارو وزارت دويندوى صديق صديقي ، ديوناما داستازي او د يو شمير ژورنالستانو او دهيواد دبيلابيلو رسنيو دمسوولينو په ګډون جوړه شوې وه .
په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دخبرو په ترڅ کې دتيرو يوولسو کلونوکې درسنيو دحالت دڅرنګوالي ، دامکاناتو دنشتوالي او ازادو رسنيو ته دزمينې دبرابرولو په اړوند معلومات ورکړل او وي ويل چې په هغه وخت کې دمحدودو امکاناتوله شتون سره سره داطلاعاتو او فرهنګ وزارت لومړى هلې ځلې د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دقانون دتدوين په لاره کې وې .
ډاکتر رهين دهيواد رسنۍ درسنيو دقانون او دبيان دازادي دونې ګټورې او ارزښتناکې ميوې وبللې اوزياته يې کړه : چې دهيواد رسنيو په تيرو يوولسو کلونوکې نه يوازې دکميت په لحاظ بلکې دکيفيت له پلوه هم پرمختګ کړى دى سره له دې چې لاتراوسه پورې هم تريوې اندازې پورې ناخوالې اونيمګړتياوې شته .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه چې په تيرو يوولسو کلونوکې رسنيو، دخبر رسولو په برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي . او داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم دهغو نورو خدمتونو تر څنګ چې دبيان دازادي او دهغې دبشپړتيا په لاره کې ترسره کړي دي دبيلابيلو قوانينو او مقررو په تيره بيا په اطلاعاتو دلاسبرى دحق دقانون ، په خصوصي رسنيو کې دکار دمقررې ، دکاپي رايت دقانون ، د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دنشراتي پاليسۍ او درسنيو دقانون او اخلاقي کودونو دتعديل شوي متن تدوين چې درسنيو دعالي شورا له تصويب وروسته اړوندو مراجعوته سپارل شوي دي يادونه وکړه .
دغه راز ډاکتر رهين ټينګار وکړ چې رسنۍ دې بايد دخلکو، اشخاصو او کورنيو په حق له سپکاوي ، درواغو ، بې حرمتي او افتراڅخه ډډه وکړي او تصويري رسنۍ دې دځوان نسل اخلاقيات هم په پام کې ونيسي .
دغه راز په دې غونډۀکې دژورنالستانو دشورا رييس حفيظ الله بارکزي ، ورځپاڼه ليکوونکي محمد داود يعقوبي ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار جلال نوراني او دژورناليزم دپوهنځي استاد رسول جلالزي دبيان دازادي دڅرنګوالي ، دهيواد د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو دحالت اودژورنالستيکي کار په لاره کې دپرتو خنډونو او ستونزو په اړوند خبرې وکړې او د خبر رسولو په کار کې ېې له رسنيوسره دنورو مرکزونو دلازيات ملاتړ او پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه راز دکورنيو چارووزارت ويندوى صديق صديقي ، دژورنالستانو دشورا رييس او جلال نوراني په يوخبري کنفرانس کې دخبريالانو پوښتنوته ځوابونه وويل . په دې خبري کنفرانس کې دکورنيو چارووزارت ويندوى ټينګار وکړ چې ددغه وزارت پاليسي په هيواد کې دبيان دازادي او دخبر رسولو ملاتړ دي .
ديوبل خبر له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين وايي چې حکومت دبيان دازادي دخپه کولو لپاره له ټاکلي وخت څخه مخکې هيڅ راز پروګرام نه لري .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين دين محمدمبارز راشدي چې نن يې دمطبوعاتو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوه خبرې کولې وويل دافغانستان حکومت داساسي قانون او دنورو تصويب شويو قوانينو له مخې دنده لري چې دبيان ازادي وساتي .
افغانستان چې له يو تورتم نظام څخه راپاڅيد له تيرو لسو تريوولسو کلونو پورې له تورتم سره زموږ واټڼ زيات نه دي . درسنيو دازادي په کار کې ډير روښان دوران نن دافغانستان په تاريخ کې تجربه کوو .
مبارز وويل : موږ د ايده حالې ازادي ته درسيدو لپاره هلې ځلې کوو . بايد خپلو مفکورو ته ورسيږو زموږ مفکورې لاتراوسه پورې په لوړو څوکو کې دي اوموږ بايد دلوړو څوکو په لمنو کې هلې ځلې وکړو او افغانستان په نړۍ کې دبيان په ازادي کې مشهور کړو . په تيره بيا داسلامي هيوادونو ترمنځ هغه څه چې په رښتينې توګه نشتوالې يې تل اسلامي هيوادونه کړولي دي او شتون يې کولي شي دفرهنګ او تمدن اساسي او اصيل حيثيت او ماهيت چې په دې پراخه سيمه کې ننداري ته وړاندې شوي دي زياته مانا کړي . او ننداري ته يې وړاندې کړي .
دمبارز دڅرګندونو له مخې، ازادي هم دانسان زيږنده دى او دازادي مزاحمينو تل له هغې ورځې څخه چې انسان خپل فعاليت پيل کړى دى مزاحمين موجود و .
په هغو هيوادونوکې چې ازادي يې پراخ بنسټه کړې ده مزاحمين ترسترګو کيږي يو قشر چې تل دقدرت مندانو له ازادي سره نامهربان دي .
ده زياته کړه، قدرتمندان تل غواړي چې هيڅوک په هغوى انتقاد ونه کړي .
دافشاګرانو او دهغو کسانو ترمنځ دغه منطقي جدال چې غواړي حقايق دځان په ګته پټ کړي . په ټولو ټولنو کې شته او په افغانستان کې هم دغه شان دي .
ده وويل دافغانستان حکومت درسنيو او دبيان دازادي دخپه کولو لپاره مخکې له مخکې هيڅ راز ټاکل شوي پروګرام نه لري ځکه ځينې هغه موارد چې په رسنيو پورې اړه پيداکوي په خپله دهغوى فردي نظر دى .
په دې غونډه کې يو شمير رسانه يي کارکوونکو دمطبوعاتو دازادي دورځې په باب خبرې وکړې .