د مصر په پايتخت کې د موټر بم چاودنه

قاهره – ورلدنيوز – باختر د زمري دمياشتې ٢٩
د مصر په پايتخت کې د يوه موټر بم د چاودنې له امله د دغه هيواد شپږ تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شول.
دغه چاودنه نن سهار د قاهرې ښار د بشرا الخيمه په ناحيه کې رامنځته شوه.
د اليوم السابع د ورځپاڼې د انترنتي سايټ دخبر له مخې:
د مصر د کورنيو چارو د رسنيو مسوول وويل چې د موټر بم چلوونکى د موټر په پريښودو سره د موټر سايکل په واسطه له سيمې څخه وتښتيد.
د مصر د کورنيو چارو وزارت د څرګندونو له مخې: په دې چاودنه کې د شپږوتنو امنيتي ځواکونو په ټپي کيدو برسيره د ملي امنيت ودانۍ ته هم زيان اوښتى دى.
تر اوسه پورې د دغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته