نړۍ

د مصر په امنيتي مرکز بريد

قاهره باختر د سلواغي څلورمه :
د مصر په پايتخت قاهره کې نن ددغه هيواد د امنيتي بنسټونو په مرکز ځانمرګى بريد وشو چې له امله يې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول.
دغه بريد د يو ځانمرګى يرغلګر له خوا په چاوديدونکو توکو بار په يو موټرسره د قاهرې د امنيتي ادارې د ليږدونکو وسايطو په پارک کې وشو چې له امله يې څه ناڅه څلور تنه ووژل شول.
د مصر د پوليسو د ځواکونومرکز او د دولتي امنيت د سازمان دفتر د امنيتي  بنسټونو دمرکز په يوه ودانۍ کې دي او له چاودنې وروسته هغه غليظ  لوګى چې ددغې سيمې څخه پورته شوي و؛ د پايتخت له نورو سيموڅخه هم ليدل کيده.
امنيتي خبرځايونو ويلي دي چې درې تنه وژل شوي کسان د پوليسو ځواکونه و او دولتي ټلويزيون د رسمي خبرځايونو له خولې خبر ورکړى دى چې په دې پيښه کې څه ناڅه پنځوس تنه نورټپيان شوي دي.
د رويټرز دخبر له مخې: عيني شاهدانو ويلي دي چې له چاودنې وروسته په سيمه کې د ډزو غږ هم اوريدل کيږي؛ خو دا مشخصه نه ده چې دليل يې څه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته