د مصر مفتي اعظم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله
کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د مصر مفتي اعظم په افغانستان کې روانه جګړه او تاوتريخوالی ناروا وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه جګړه ديني اړخ نه لري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د مصر مفتي اعظم شوقي ابراهيم علام، د افغانستان د خلکو وژل ناروا بللي دي او ټينګار يې کړى دى چې دغه جګړه ديني پشتوانه نه لري او نه شي کېداى په ديني شعارونو او ارشاداتو توجيه شي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي دي چې شوقي ابراهيم علام د قرآن عظيم الشان او د اسلام د ستر پيغمبر د حديثونو په استناد ويلي دي چې د افغانستان جګړه او د خلکو وژل ناروا عمل او په مطلق ډول حرام دي.
هغه امنيتي ګواښونه، د خلکو پر سر، مال او عزت تېرى بللی او د عامه شتمنيو له منځه وړل یې کبيره ګناه بللی دی او ټينګار يې کړى دى چې د يو انسان وژل د ټول بشريت له وژلو سره برابر دي او دغه عمل د خداى کور ته له سپکاوي بد عمل دى.
د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د مصر د مفتي اعظم څرګندونې په افغانستان کې د موجودو واقعيتونو ښکارندويی کوي او د دغه هېواد د خلکو له غوښتنو سره يو متناسب اقدام دى.
له دې وړاندې د سعودي عربستان مفتي اعظم، د مصر د جامعۃ الازهر، د اسلامي نړۍ د عالمانو اتحاديې او د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې يوشمېر بنسټونو په افغانستان کې روانه جګړه په بشپړ ډول ناروا بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې وسله وال طالبان او د پاکستان د روحانيونو ټولنه په افغانستان کې د طالبانو جګړه جهاد بولي.
ختم-ج-ا