د مشرقي ولايتونو مشرانوخپلې غوښتنې د اداري اصلاحاتو له رييس سره شريکې کړې
٥٧- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د مشرقي ولايتونو يوشمېرمشرانو نن د اداري اصلاحاتواوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون له رييس احمد نادر نادري سره په کتنه کې د عامه بنسټونو د خدمتونود ښه والي په اړه خپلې نظريې شريکې کړې .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ختيځو ولايتونو مشرانو، مخورو،ديني عالمانو، د قومونواستازو او د ولايتي شورا غړو د عامه بنسټونو د خدمتونو د ښه والي او د سولې په خبرو کې د رامنځته شويو پرمختګونو په اړه خپلې غوښتنې او نظريې د اداري اصلاحاتو د کمېسيون له رييس سره شريکې کړې .
د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون رييس د دغو مشرانو له نظريو او غوښتنو له اورېدو وروسته د چارو د ښه والي په تېره بيا د عامه بنسټونود خدمتونو او د دوى د غوښتنود څېړنې په مقصد د کمېسيون د هلوځلو ډاډ ورکړ.
ختم_ ج _ا