د مشرا نو جرګې په غونډه کې د ايتوپياپه کنفرانس کې د مواصلاتو او مخابراتو د کميسيون د غړو سفر وڅيړل شو.

کابل  باخترد   ثور  دمياشتې ١٠:
د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې په ايتوپيا هيوادکې د ډيجتل د پرمختيا په کنفرانس کې د مواصلاتو او مخابراتو د کميسيون د غړو د سفر د رپوټ په اوريدو سربېره، يو لړ هيوادنى مسـئلې وڅيړل شوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د غونډې په آزادو خبرو کې، د مشرانوجرګې منشي سيدفرخ شاه جناب د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د ميشتو وسله والو ځوا کونو او د طالبانو د وروستى نښتې په باب معلومات ورکړل او وې ويل چې وسله وال طالبان په دغې ولسوالې کې د يوې کورنۍ غړي په ډله ييزه توګه  شهيدان کړي دي او د خلکو په کورونو د درندو وسلو په ډزو سره يې يو شمېرنورخلک وژلي او يا ټپيان کړي دي چې ددغه ولايت وسله والو ځواکونو په کار لاس پورې کړ اونږدې اتيا تنو يرغلګرو ته يې مرګ ژوبله واړوله اوڅرګنده شوه  چې په دغه شان حالاتوکې دهوايي او کوماندويي ګوزارونو  ترپوښښ لا ندې او د امنيتي منسوبينو ترمنځ د انګيزې او ارادې په رامنځته کولو او د هغوى په سمبالولو سره کولى شو زيات برياليتوبونه ترلاسه کړو او په مستقل ډول د خپلو خلکو او هيواد د فاع وکړو.
دغه راز د نړۍ د سلو تنو متفکروکسانو په دويم ځاى کې د امنيتي مسووليتونو  د ليږدونې د کميسيون د رييس ډاکتر اشرف غني احمدزى ځاى نيول چې وکولى شول خپلې مفکورې په عمل کې پلي کړي، دمجلس د هرکلي وړ وګرځيدل او ددغه برياليتوب له امله دخوښۍ دڅرګندولو په ترڅ کې هيواد او ټولنې ته د خدمت لپاره د ډاکتر اشرف غني احمدزي د رول د لوبولو په باب هيله څرګنده شوه .
دغه راز دمجلس غړو د خبرو په ترڅ کې او هم د سناتور مير بهادر واصفي له خوا د يوشعر د لوستلو په ترڅ کې د هيواد دهغه وخت دمشرتابه پرخلاف د ثور د اوومې توره کودتا او د هغې خونړۍ پايلې او عواقب وغندل شول او د ثور اتمه ، د اسلا مي انقلاب د برياليتوب ورځ د افغانستان د آزادى د لارې د مجاهدينو د وياړلي ورځې په توګه وستايل شوه او ددغې تاريخي ورځې له ا مله رښتينو مجاهدينو او دشهيدا نو وارثانوته مبارکۍ وويل شوه.
په غونډه کې د امريکا د استخباراتي ادارې او د ځينو نورو هيوادونو له خوا دجمهوري رياست ماڼۍ او ځينو نورو اشخاصو او افرادوته د پيسو د ورکولوپه باب د ځينو رسنيو رپوټونه وڅيړل شول او څرګنده شوه چې د موضوع د رښتينوالي په صورت کې دې بايد د هغو د لګولو او اندازې دڅرنګوالى په باب عاموخلکو ته معلومات ورکړاى شي او هم وويل شول چې ځينې هيوادونه په بېلابېلو وختونوکې د خپلو هدفونو په مقصد د افغانستان په دولت د فشار اچولو په لاره کې په دغه شان رسانه يي جګړو لاس پورې کوي.
دغه راز د کابل ښار په بېلابېلو ناحيوکې د کوڅه ډبو او ليونيو سپيانو د زياتوالى له امله چې هره ورځ پيښې رامنځته کوي، انديښنه څرګنده شوه او له اړونده کميسيون ، کابل ښاروالۍ او له نورو مربوطو مراجعو څه په جدي توګه وغوښتل شول چې ددغو سپيانو په له منځه وړلوکې چې دخلکو،په تېره بيا د ماشومانو روغتيا او سلامتيا ته جدي خطرونه لري ، جدي تصميمونه ونيسي.
دغه راز په هيوادکې د وزګارتيا د زياتوالى له ا مله چې دټولنيزو زيانونو بېلابېل اړخونه په ځان پسې لري، انديښنه څرګنده شوه او وويل شول چې د هيواد د بنسټونو جوړولو ، دکورنيو توليداتو ملاتړ، د وارداتو اوصادراتو انډول، د انرژي برابرولو، د امنيت تامينولو او د پانګو جلبولو ته له پاملرنې پرته نشوکولاى وزګرتياترکنترول لاندې ونيسو او اړونده کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې په دې لاره کې دې له اړ وندو مراجعو سره تدبيرو نه ونيسي.
دغه راز په هرات ولايت کې د ځان وژنې درې پيښې او په دغه ولايت کې د خپل زوى له خوا د يوې مور وژل کيدل ، په بې سارى توګه د لومړنيو اړتيا وړ توکو د بيو لوړ والى او د بهر نيو اسعارو په و ړاندې د افغانۍ پيسو د ارزښت کمښت ، په لويو لاروکې د موټرونو د ټکر د پيښو زياتوالى، په زابل ولايت کې د بريښنا نشتوالى، په غزني کې د نا امنيو زيا توالى او په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى دغونډې نورموارد وو چې د هر يو په باب خبرې وشوې او تصميمونه ونيول شول او د غزني ولايت د امنيې قو ماندانۍ د امنيت د آمر او د نورو شهيدانو پا ک روح ته دعاوشوه.
د افغان ښځو د پوليسو د نه مصوونيت په باب د بشر د حقوقو د مدافع رپوټ خپرول غيرواقعبينانه و بلل شول اوڅرګنده شوه چې دهيواد په پو ليسوکې ښځې ښه مصوونيت لري او خپور شوى رپوټ له حقيقت څخه لرې دى او هم په غونډه کې وويل شول: په داسې حال کې چې له افغانستان څخه تر سعودي عربستان پورې د الوتکو دتګ راتګ کرايه څلور سوه اتيا ډالره ده، خو په فرضي حج کې له هرحاجي څخه د يو زرو پنځه سوه ډالرو په شاو خواکې اخيستل کيږي چې په دې صورت له حاجيانو څخه زيا تې پيسې اخيستل کيږي.
غونډې دموضوع د اړين والى له ا مله اړونده کميسيون ته دنده وسپارله چې دغه موضوع دې په جدي تو ګه له مسوولينو سره طرحه کړي او تصميم دې ونيسي او هم پريکړه وشوه چې د مشرانو جرګې هيئت دې د ننګر هار ولايت دګوښتې ولسوالۍ ته سفر وکړي او د دروازې د جوړولو او د موضوع د څرنګوالى په اړوند خپل رپوټ دې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.
د ليکلو او شفاهي رپوټونو له مخې: د هيواد د سړو سيمو په ځينو ولايتونوکې د واورې او باران پرله پسې اورښتونو د خلکو کرکيلې اومالدارۍ ته تاوان اړولي چې ددغو اورښتونو له امله د پنجشير ولايت په پريان ولسوالۍ کې مواصلاتي لارې تړلې شوې دي او بايد له طبيعي پيښو سره د مبارزې د کميټې مسوولين په دې بر خه کې پاملرنه وکړي.
له اجنډاسره سم، د ختيځې افريقا دريو هيوادونو ايتوپيا،کينيا ،ويوګاندا ته د مشرا نو جرګې د مواصلاتو اومخابراتو د کميسيون دغړو دسفر رپوټ چې د آغاخان د پرمختيايي مرکز په مالي مرسته د ډيجيتل د پرمختيا په کنفرانس کې دګډون لپاره شوى و؛ د سناتورانو سهيلا شريفي او انجنير احمد جاويدروف له خوا وړاندې شو.
په رپوټ کې ويل شوى دى چې دغه هيئت د معاصرې تکنالوژى برياليتوبونه او پرمختياوې، په فني ډول دکرنيزو محصولا تو برابرول، د تاريخې آبداتو بيا احيا کول او د اوبو بريښنا پروژې چې د آغاخان مرکز په دغو دريو هيوادونوکې کافي تجربه لري؛ وکتلې.
ددغه سفرنتيجه چې له بېلابېلو اړخونو اغيزمنه وبلل شوه او وويل شول چې له دغو هيوادونو سره د افغانستان د اړيکو پراختيا او د مخابراتي برخې د پانګې اچوونکو هڅوونه او په افغانستان کې په بنسټيزو، اقتصادي ، ټولنيزو او فرهنګي پروژوکې د آغاخان د پرمختيايي شبکې د پانګې اچوونکو زياته پا ملرنه جلب شوه چې په بدخشان کې د بريښنا د يو بند د جوړولو، د افر يقايي هيوادونو په پوهنتونونوکې د تحصيلي بورسونو د وړا ندې کولو اودنورو بنسټيزو او اقتصادي برخو په ګډون، په بېلا بېلو برخوکې له افغانستان سره همکاري وکړي، ځکه دغه شبکه د خپلو پروژو په جوړولوکې نړيوال معيارونه په دقيقه توګه رعايتوي.
دغه راز وړانديز وشوچې د آغاخان دپرمختيا يي شبکې له پرو ژو سره دعامه ملاتړ دکچې دلوړولو په لاره کې دې ټولې اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزې پروژې د افغانستان دولت ، پارلمان او خلکو ته معرفي شي او ددغه مرکز له ټولګټو پروژو سره د ملاتړ لپاره په کابل کې د آغاخان له سفير او استا زى سره د همکارى اړيکې شريکې شي.
دغه راز د پامير ښارګوټى د نجونو د ليسې يو شمېر استادانو او زده کوونکو د عمومي غونډې د بهير او د ملي شورا د نورو برخو دکتنې په ترڅ کې د ديني ، فرهنګي ، پو هنې او د لوړو زده کړو د چارو د کميسيون له رييس مولوي محمود دانشجو سره وکتل او ددغه ښوونځى په جوړولو او د تدريسي زمينو په برابرولو کې يې ددغې ليسې د مديرې محترمې ليلماقديري څخه قدرانۍ څرګنده کړه او ددغې ليسې د مسوولينو دکړو وړو د ستاينې لپاره يې د ديني او فرهنګي چارو د کميسيون د رييس د کتنې غوښتنه وکړه چې د ده له خوا په دې برخه کې ژمنه وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته