سیاست

د مشرانو جرګې په کابل ، ننګرهار او قندهار کې ډار اچوونکي بريدونه وغندل

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړه چې جنايتکارو ډار اچوونکويو ځل بياپه کابل ښار ، د ننګرهار ولايت په  بهسودو ولسوالۍ  او د قندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې  په بشري ضد جنايت لاس پورې کړ او په ځانمرګوبريدونو سره يې د رسنيو د يو شمېرخبريالانو په ګډون يوشمېرهيوادوال شهيدان او ټپيان کړل او زياتې کورنۍ يې د وير اوغم  په تغرکښينولې.
د مشرانو جرګه  د داعشيانواو طالبانو دغه شرموونکي عملونه  چې دواړه  د يوې سکې دوه  مخونه دي  د جنګي جنايتونوپه توګه  او د ټولو  اسلامي ، بشري  او د بيان د آزادۍ  د اصولو او زده کړو پرخلاف بولي  او د افغانستان د ملت په استازيتوب  دغه  بريدونه په کلکه غندي.
د مشرانوجرګه  په داسې حال کې چې د ويرجنوکورنيو په غم  کې ځان شريک بولي  د دښمنانو د دسيسو دکشفولو اوشنډولو په  لاره کې  د امنيتي  اوکشفي ارګانونو کمزورتيا اونيمګړتيا بولي او د دښمنانو د نويو او پيچلو تکتيکونوپرخلاف او د هغو په مخنيوي کې  په جدي او اغيزمنو اقداماتو ټينګار کوي  او غواړي چې  د کشفي او استخباراتي  ځواکمنتياو په ترلاسه کولو  او هم د جګړو په جبهو کې د دغه هېواد  په بدنامو دښمنانو   له ځمکې او هوا څخه ځپنده  ګوزارونه  وکړي او هغوى له منځه يوسي .
د مشرانو جرګه   د افغانستان د ملي  وحدت حکومت او دولت مشرانو ته څرګندوى طالبان چې د پرديو  د لاس آله  ده  او د بېلا بېلو هېوادونوله وينوڅښونکو تروريستانوسره  يوځاى هره ورځ  زموږ په هېواد کې   جنايتونه ترسره کوي   او د دولت او د نړيوالې ټولنې  د سولې  غږ ته  يې اعتنا نه ده کړې  تر څارنې او مجازاتو لاندې ونيسي  او په لومړي ګام کې   هغه وسله وال طالبان  او داعشيان  چې د هېواد په محکمو کې په اعدام  محکوم شوي دي ، اعدام  کړي او زموږ د  ځوريدلي ملت  په   زړونو لږ  مرحم کېږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته