سیاست

د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې د کمیسيونونو کاري رپوټونه واوريدل شول

کابل_باختر_د مرغومي د مياشتې ٢٦ مه
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د هیواد د روان وضعيت په اړه د آزادو بحثونو سربیره د کمیسيونونو کاري رپوټونه واوريدل شول.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
د غونډې په آزادو بحثونو کې د سولې د عالي شورا د سلاکار تازه څرګندونې چې طالبان يې د سولې فرښتې بللې او جهادي رهبرانو ته يې هم سپکاوی کړی، د مشرانو جرګې د يو شمیر غړو د سخت غبرګون سره مخ شوې او د نوموړي د محاکمې غوښتونکې شول خو يو شمیر نور په دي باور وو چې د سولې عالي شورا د زياتو لګښتونو سره سره د سولې بهير کې د ملاحظې وړ لاسته راوړنې نلري، بايد لغو او لګښت دې پر امنيتي ځواکونو او د شهيدانو په کورنيو باندې ولګول شي او يا دا چې هیوادپاله افراد دي د نامطلوبو اشخاصو پر ځاي د سولې د عالي شورا غړيتوب ترلاسه کړي.
دغه راز سناتورانو يو ځل بيا د ملي شورا الحاقيې دروازې، د کندهار ولايت ميلمستون او هلمند ولايت کې د تیرې سه شنبې ورځې ځانمګري او تروريستي بريدونه چې له امله يې د عربي متحده اماراتو د پنځو ډيپلوماتانو او د دواړو مجلسونو د اووه ويشتو کارکوونکو په ګډون د ملي شورا د دوو غړو هر يو سراج الدين صفري او باز محمد جوزجاني د شهادت سبب شول، په کلکو ټکو وغندل شول، ټينګار وشو چې بايد امنيتي ارګانونه يادې قضيې په جدي توګه وڅيړي او عاملين يې مجازات کړي.
سناتورانو د ننګرهار ولايت د کوټ ولسوالۍ د اوسیدونکو د پنځه شپیتو استوګنې کورونو د سوځولو په اړه د داعش ترهګرې ډلې جنايت يو غير انساني عمل وباله، ټينګار يې وکړ چې مسئول ارګانونه دي د يادې ډلې شتون څخه د ټولو سيمو د پاکولو په موخه لازم اقدامات ترسره کړي او حکومت بايد د داعشيانو د دغه جنايت ځواب وووايي.
همدا راز په غونډه کې سناتورانو د افغانستان په کورنيو چارو کې د يو شمیر هیوادونو د لاسوهنې څخه د يادونې تر څنګ د افغانستان د بيا رغاونې له پاره د امريکا د متحده ايالاتو د ځانګړې مفتش (سيګار) د رپوټ په اړه نظريې وړاندې کړي او ويې ويل ،د ژمي موسم د پاي ته رسیدو په درشل کې دی خو يو شمیر سيمې اوس هم د ترهګرو تر کنټرول لاندي دي چې بايد د دوي شتون څخه د سيمو د پاکولو په موخه پراخ پوځي عمليات په لاره واچول شي تر څو راتلونکی کال د هیواد اوسیدونکي په امنه فضا کې تیرکړي.
يو شمیر سناتورانو وويل: د ١٣٩٦ مالي کال د ملي بودجې مسوده د هيڅ ارګان شخصی مال نه دي، څرنګه چې څو وکيلان ياده بودجه دخپلوشخصي اهدافولپاره کاروي او د هیواد ټول بودجوي واحدونه یې دستونزوسره مخ کړي دي چی له دې امله د سرتیرو او مامورينو ناچيزه معاشونه، نه دي ورکړل شوي او ټول پراختيايي پروګرامونه د ځنډ په حال کې دي او د ولسي جرګې څخه وغوښتل شول چې بودجه دي د توازن په پام کې نيولو سره تصويب کړاي شي.
نن دمشرانو جرگې په عمومی غونډه کې ددی جرګی د یوتعداد غړو په وړاندیز او د تالا د رایو په اتفاق د مشرانو جرګې ریس جلالتماب فضل هادي مسلم یار د مجلس د غړو له لوري د نوموړی د ریاست د دورې د غوره خدمتونو، مدبرانه مدیریت، د هیواد په جوړني او بهرني سياست کې رغنده او مثبت رول، د هیواد د مثبتو سياسي پروسو او ټولنيزو چارو کې د مشرانو جرګې ښه استازیتوب، د قوانینو د تصویبولو په چارو، د حکومت او خلکو تر منځ د ښو اړیکو د تامینولو، د سولې او قانون د حاکمیت دټينګښت په لاره کې هلې ځلې، د هیواد د ثبات، سولې او ملي مسايلو کې د يو بې پرې دريځ او نورو ډېرو مهمو مسايلو او موضوعاتو کې د يوه منلي او وياړلي مشر په توګه د اعزاز لونګۍ په سر او دقدردانۍ چپن ور په اوږو کړه، د مجلس غړو ښاغلي مسلميار ته د ژوند په ټولو چارو کې د لا کامیابۍ او پرمختګ لپاره لاسونه لپه کړل او له خپل مشر سره يې د لا ډېرو همکاريو او همغږيو ژمنه وکړه.
دغه راز په غونډه کې د سناتورانو د وړانديز او د حاضر اکثريت د پريکړې پر بنسټ فيصله وشوه چې د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو کمیسيون دې د مجلس د دايمي کمیسيونونو تر څنګ زيات شي.
د پورتنيو بحثونو په جمع بندۍ کې د مجلس رئيس په خپلو خبرو کې د مرغومي د يوويشتمې تروريستي پیښو د قربانيانو پر وړاندې د مجلس د غړو احساساتو او خواخوږۍ څخه مننه وکړه او په مشرانو جرګه کې يې د شهيد سناتور سراج الدين صفري نشتون یوه تشه وبلله او ژمنه يې وکړه چې د ياد شهيد او نورو شهيدانو کورنيو څخه په لاسنيوي کې به له هيڅ راز همکاريو ډډه ونه کړي، همدا راز څرګنده يې کړه چې د کندهار ولايت د خونړۍ پیښې د هر اړخيزې څیړنې په موخه به بیلا بیل پلاوي او ټيمونه وګمارل شي او لازم جزئيات به وروسته له خلکو سره شريک شي.
د مشرانو جرګې رئيس د تروريستي ډلو څخه ملاتړ د بيان آزادي نه بلکې د افغانستان د خلکو د شهيدانو وينو ته سپکاوي وباله او څرګنده يې کړه، هغوي چې د نظام داخل څخه د افغانستان د پراختيا او ټيکاو دښمنانو ته د ژغورنې د فرښتو خطاب کوي، بايد تر څیړنې او پلټنې لاندي ونيول شي او محبس ته دي واستول شي، څرنګه چې د ناخوښو نظريو په وړاندي کولو سره په حقيقت کې غواړي د افغانستان دښمنانو ته برائت وکړي او ټينګار يې وکړ چې مشرانو جرګې د نظام د ټيکاو او په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه د شهيدانو وينې نه دي هيري کړي او د هیواد دزړورور امنيتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ قرار لري، همدا راز د حکومت څخه د دي غوښتونکې شو تر څو پرهغوی دې قانون پلي کؤی چې چې د نظام د داخل څخه د ملي ګټو پر وړاندې او د وېره اچوونکو څخه د ملاتړ په موخه غږ پورته کوي.
د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې سوله د خلکو اساسي اړتيا وبلله، وويل د دي تر څنګ چې مسولين د سولې په موخه خپل غږونه پورته کوي او مخالفينو ته د سولې بلنه ورکوي خو په هیواد کې سوله په سوال نه ټينګيږي بلکې د دښمنانو پر وړاندې بايد د جديت او قاطعيت څخه کار واخيستل شي.
فضل هادي مسلم يار د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د اجيرو داعشيانو له لورې د خلکو د کورونو سوځول په کلکو ټکو وغندل، يو ځل بيا يې داعشيان د آي اس آي د دوزخي سازمان مزدوران وبلل او د داعشيانو په ټکولو کې يې د امنيتي ځواکونو له سرښندنو او ځان تیرېدنو څخه ستاينه وکړه او د دي ترڅنګ چې له حکومته يې وغوښتل تر څو په دي برخه کې لازمه پاملرنه وکړي، هيله یې څرګنده کړه چې د هیوادوال دي د اجيرو تروريستي ډلو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اتفاق او يووالي څخه کار واخلي او د خپل نظام او امنيتي سکتور څخه دي پريکنده ملاتړوکړي او د اړوندو ادارو او مرستندويو سازمانونو څخه يې وغوښتل تر څو بیرته راستنیدونکو او کورنيو بيځايه شويو سره اړینې همکاری وکړي.
د مشرانو جرګې رئيس ټولټاکنې د ديموکراسۍ اصل وباله او د ټاکنيزو خپلواکو کمیسيونونو دچارواکويې وغوښتل تر څو د ټولټاکنو نیټه اعلام او د ولسي جرګې او ولسواليو د ټولټاکنو د جوړېدو له پاره لازم تدابير تر لاس لاندي ونيسي.
د غونډې په بله برخه کې د مشرانو جرګې د لومړي نايب انجنير فرهاد سخي په مشرۍ د عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د کمېيسون د شپږم کال کاري رپوټ د سناتور نثار احمد حارس له خوا وړاندي شو، د نوموړي په وينا په دي موده کې د کمېسيونونو غونډې په نورمان ډول جوړي شوي او د اويا ځلو زيات حکومتي مسئولان او چارواکي د بېلا بېلو مسايلو په اړه استجواب شوي دي او زياته يې کړه چې د کمېسيون غړو د شپږ عنوانه قوانينو د څېړنې او مطالعې سربېره، د حشمت خان کول سیمې ، اویوشمیر خصوصي روغتونونو او د پوليسو د درې سوه بستريز، جمهوريت، انتاني، استقلال او سردار محمد داوود خان دولتي روغتونونو څخه څارنه کړي ده او زياته يې کړه چې د کمېسيون پلاوي همدا راز د پغمان او ارغندي سيمو کې د ريګريشنونو د فعاليتونو د څرنګوالي او کنړ، ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د روغتيايي ستونزو په موخه څارنيز سفرونه کړي او هم څلويښت قطعې عريضې د غور او څېړنې وروسته اړوندو ادارو ته استول شوي دي.
همدا راز په غونډه کې د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون کاري رپوټ د سناتو ګل احمد اعظمي له خوا وړاندي شو، په رپوټ کې يادونه شوې چې د کمېسيون په ٨٢ غونډو کې څلور سوه شپږ پنځوس ځلې دولتي چارواکي استجواب شوي، له دي جملې څخه شاوخوا دوه سوه ځلې وزيران او معينان د خلکو د ستونزو د حل په موخه کمېسيون ته رابلل شوي دي او د يو زرو پنځه سوو مراجعينو څخه زيات او د هېوادوالو درې سوه عريضو ته رسيدګي شوي او زياته يې کړه چې د کمېسيون پلاويو د څرخي پله جېل، ترانسپورتي ترمينالونو او د ترانسپورت وزارت بېلا بېلو برخو، د پوليسو اکاډمۍ قوماندانۍ او د پوليسو درې سوه بستريز روغتون څخه څارنه کړي او هم يې يو شمېر مسئولان د تقدير ليکونو په ورکړې سره ستايلي دي.
همدارنگه قاری میرحاتم تره خیل دولایتی شوراگانو،خوندیتوب اوامتیازاتوکمیسیون کاری رپوټ غونډی ته وړاندې کړچی په هغې کې وویل شول چی یادکمیسیون دیوکال په موده کی ۵۸غونډې ترسره او۲۱تنه اړونده حکومتی چارواکي راغوښتل شوی دی همدارازیی پرمختلفوقوانینوا،تقنینی فرمانونو اونړیوالواسنادوبحثونه ترسره کړیدي اوهم یی ۹۹مکتوبونه اړونده اداروی ته دقانونی اجرااتولپاره استولی دی.
دغه راز د سناتورې شفيقې نوروز خېل له خوا د ښځو چارو او مدنې ټولنې د کمېسيون رپوټ وړاندي شو، د نوموړې په وينا ياد کمېسيون سل غونډې جوړي کړي او د ښځينه بنديانو د ستونزو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د کمښت مسئلې، پاليسیو ته د ښځو د ځواکمنتيا او لاسرسي، کليدي پستونو کې د ښځو د ونډې او ځينې نور مسايل يې د مسئولانو سره مطرح کړي دي او زياته يې کړه چې د کمېسيون پلاويو د باميانو او بدخشان ولايتونو، د هېواد هوايي ځواک، د ماشومانو د ا صلاح او روزنې مرکز او استقلال روغتون څخه څارنه کړي او د دوي ستونزې يې څيړلي دي.
همدا راز په غونډه کې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون رپوټ د سناتور محمد رحيم حسنيار له خوا وړاندي شو چې په کې راغلي دي، د دي مودې په لړ کې ۷۱ غونډې جوړي شوي او يو څلويښت تقنيني اسناد تر بحث لاندي نيول شوي دي او هم ١٣٧ راغلو عريضو ته رسيدګي شوي ده او زياته يې کړه چې د اړوندو ادارو کړنو څخه د څارنې په موخه د پکتيا، هرات او بلخ ولايتونو، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر او د ملي بس تصدۍ څخه ليدنه شوې او يو شمېر اړوند مسئولان د خلکو د ستونزو د حل په موخه استجواب شوي دي.
په پاي کې د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو د چارو دکمېسيون رپوټ د سناتور عبدالباقي بريال له خوا وړاندي شو، نوموړي وويل چې د يو تقنيني کال په اوږدو کې يې ۹۸ د کمېسيونونو غونډې جوړي کړي او د هېوادوالو لسګونه عريضې او شکايتونه د اړوندو مسئولانو په حضور تر بحث او څېړنې لاندي نيول شوې دي او يو شمېر عريضې اړوندو ادارو ته استول شوي دي او زياته يې کړه چې د کمېسيون پلاويو د سره صليب روغتون او د نه ليدونکو مسلکي لېسه کې د ويلچر باسکتبال بهاري تورنمنت او يو شمېر نورو برخو څخه ليدنه کړي او زياته يې کړه چې کمېسيون په لوړو زدکړو موسسو او نيمه عالي لوړو زدکړو موسسو کې د معلوليت لرونکو اشخاصو او د شهيدانو پاتې کسانو د شموليت په موخه اړوند مسئولين رابللي دي. ټاکل شوي د يادو کمېسيونونو مفصل رپوټ سبا د ملي شورا د مشرانو جرګې د کمېسيونونو د خبرونو په رديف کې خپور شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته