د مشرانو جرګې پنځه کسيز هيئت آذربايجان ته روان شو

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٦ :
د مشرانو جرګې د دويم نايب رفيع الله ګل افغان په مشرۍ د سنا مجلس پنځه کسيزهيئت نن د ناټو د سازمان د غړوهېوادونو په ٨٦ يم پارلماني سيمينارکې دګډون لپاره آذربايجان ته روان شو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې سيمينارکې به چې د دريو ورځولپاره د آذربايجان په باکو ښارکې جوړيږي؛ د قوانينو د تصويبونو د څرنګوالي، د پارلماني اړيکو د ټينګښت او د خپل منځي اړيکو په باب خبرې وشي او د مشرانو جرګې هيئت به ددغه سيمينار ترڅنګ د دوست هېوادونو له پارلماني هيتونو سره هم وګوري.
ديوبل خبرله مخې: د ميرمن صديقې بلخي په مشرۍ دمشرانو جرګې د ښځو د چارو دکميسيون اووه کسيز هيئت د ايران د اسلامي شورا د مجلس د ښځينه قشر له استازوسره د خبر و په مقصد نن دغه هېواد ته روان شو.