کابل باختر د وري د مياشتې ٢١ مه
د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د ترکيې هېواد د پوهنې د بنسټ له پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د پلاوى رئيس احمد ترکمن د دغه بنسټ د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې ياد بنسټ تېر کال د ترکيې هېواد د جمهور رئيس له خوا جوړ شو چې د نړۍ په شپږ دېرشو هېوادونو کې د سلو ښوونځيو په لرلو سره فعاليت کوي او په پام کې ده چې په روان کال کې به دغه شمېر دوه سوو ته لوړ شي.
هغه په هېواد کې د افغان- ترک ښوونځيو تړل درواغ او زياته يې کړه افغان- ترک ښوونځي چې مخکې د فتح الله ګولن له خوا ملاتړ کېدل له دې وروسته د ترکيې حکومت له خوا مديريت او ورڅخه ملاتړ کيږي.
ده وویل د هغې هوکړې پر بنسټ چې د افغانستان او ترکيې د پوهنې وزارتونو تر منځ لاسليک شوې ده، د دې ښوونځيو د مديريت انتقال د ترکيې حکومت ته ورکول کېږي چې د افغان- ترک ښوونځيو کيفيت به لا هم ښه شي.
ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب افغانستان سره د ترکيې هېواد د مرستو څخه د مننې تر څنګ د دواړو هېوادونو تر منځ د نيکو او پخوانيو اړيکو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، زموږ د خلکو د دوستۍ بنسټ په ديني او فرهنګي مشترکاتو ولاړ دی او په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځيو د فعاليت دوام او د ياد هېواد له مرستو څخه يې خوښي څرګنده کړه.
دغه راز د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی پرون له غرمی وروسته د لسګونو تنو په شتون کې د لوګر ولایت سیمه ییزې ستونزې د دغه ولایت له والي او امنیه قوماندان سره مطرح کړې.
دغه غونډه چې د ملی شورا په مقر کې ترسره شوه، څو تنو د نورو په استازیتوب د خبرو په ترڅ کې د درې ګونو محاکمو د وروستۍ پریکړې په موجودیت سره محمدآغې ولسوالې کې د سلګونو جریبه ځمکې د غصب څخه نه مخنیوی، د بریښنا انرژۍ د کمښت، د امنیت نشتوالی، د هدفي وژنو د زیاتوالی، د ټولګټو پروژو نه پلي کیدل، د ځمکو د استملاک نه ترسره کیدل، د شپنیو عملیاتو څخه دخلکو ناخوښي، د پوهنې په ریاست کې د پراخ فساد شتون، د وګړنیزپاڅون څخه ملاتړ،محمد آغې ولسوالۍ کې د دارالعلوم جوړیدل، صنعتي پارکونو ته پاملرنه او د روغتیایی امکاناتو نشتوالی یې د خپلو ستونزو او اړتیاو څخه وبلل او د مشرانو جرګې له دویم نایب او د لوګر د سیمه ییزې ادارې د مسؤولینو څخه یې وغوښتل تر څو دغه مواردو ته جدی پاملرنه وکړی.
ورپسی د لوګر والی محمد انور اسحق زي په خپلو خبرو کې د سیمه ییز ادارې سره د خلکو د همکاریو څخه په نیکۍ یادونه وکړه او د ګڼ شمېر ستونزو د تایید تر څنګ یې ژمنه وکړه چې مطرح شوي موارد به وڅیړی او د حل په موخه به یې اقدام وکړي،هغه زیاته کړه، همدا نن څلور پرمختیایی پروژې په محمد آغې ولسوالۍ کې پرانیستل شوې او هم نهه ویشت ښوونځي دې ولسوالۍ ته په پام کې نیول شوي دي.
په همدی ترتیب د دغه ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عصمت الله علیزي په ناامنو سیمو کې د پوځي عملیاتو د پیل څخه یادونه وکړه او ویې ویل، امنیتي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري او نه باید په بېلابېلو پلمو سره د هېوادوالو د زورونې سبب شي، جنرال علیزی زیاته کړه چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ به په محمد آغې ولسوالۍ کې د غاصبینو مخه ونیسی او چاته به د نویو کورونو د جوړیدو اجازه ورنه کړل شي.
د غونډې په پای کې د مشرانو جرګې دویم نایب ډاکټر محمد آصف صدیقی هېوادوالو لپاره د اسانتیاو برابرول، دخپلواکۍ ساتل او د دوی د حقوقو څخه دفاع یې د حکومت له مکلفیتونو وبلل او له دې مسوولینو یې وغوښتل تر څو د لوګر ولایت او د محمد آغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه په جدی توګه په پام کې ونیسي. ډاکټر صدیقی د لوګر ولایت مشرانو سره ژمنه وکړه چې یاد موارد به د مرکزی حکومت چارواکو سره هم شریک او وڅېړي.
د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب د يوې ناستې په ترڅ کې د لوګر ولايت د محمد آغې ولسوالۍ د آببازک سيمې د مشرانوغوښتنې د عامې روغتيا وزارت د پلان او پاليسې له رئيس او د کف روغتیايي موسسې مسئولانو سره شريکې کړې.
په دې کتنه کې دوى د خپلو سيمه ييزو ستونزو د مطرح کولو تر څنګ دېرش بستريز روغتون ته د روغتيايي کلينيک د ارتقا غوښتونکي شول او زياته يې کړه چې د روغتيايي غوره خدمتونو د نشتوالي او د روغتيايي پرسونل د کمښت پر بنسټ د سيمې اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي.
ورپسې دغو مسوولانو د خپلو پروګرامونو او پلانونو د وړاندې کولو تر څنګ ژمنه وکړه چې امکاناتو ته په پام سره به د دوی غوښتنو ته رسيدګي وکړي.
د مشرانو جرګې دويم نايب روغتيايي خدمتونو ته د خلکو لاسرسې د حکومت د کاري لومړيتوب برخه وګڼله، هيله يې څرګنده کړه چې اړوند مسوولان دې د روغتيايي مرکز د ارتقا په برخه کې جدي اقدام وکړي.پاى_ ذکرالله
1 3 دقیقې لوستل