سیاست

د مشرانو جرګې غونډه وکړه

کابل باختر  د غويي د مياشتې ٢ مه
د مشرانو جرګې د ریېس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دغې جرګې په نننۍ غونډه کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر او طبعي پېښو ته د رسیدګۍ په چارو کې د دولت وزیر د وچکالۍ سره د مبارزې او نورو مواردو په اړوند د خپلو تدابیرو په هکله څرګندونې وکړې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغو مسوولانو څخه په داسې حال کې چې په پارلمانی چارو کې د دولت وزارت معین ډاکټرکریم باز هم حضور درلود، سناتورانو هر یو نثار احمد حارس، محمد عظیم قویاش او د مجلس نورو غړو په هېواد کې د وچکالۍ د زیانونو او په ځانګړی توګه د هېواد شمال- لویدځ کې د وچکالۍ د زیانونو، په کافي اندازه د واورې او باران د نه اورښت په سبب د وښو د کمښت له امله د څارویو له منځه تلل، د پنجشیر په ګډون د تېرو کلونو د زیانمنو کورنیو نه لاس نیوی، د نیمروز ولایت د څښاک د اوبو برابرول، د اړتیا وړ غنمو برابرولو ته اړتیا، د پستې او جلغوزو د ځنګلونو ساتنه او پالنه، شنو سیمو ته پاملرنه، د اوبو د زیرمو کمښت، د غذایی خوندیتوب نشتوالی، د نشه یی توکو د کښت څخه د مخنیوی په موخه د اصلاح شویو تخمونو کافی نه وېش، د مالدارۍ،چرګانواو د کبانو د فارمونو جوړولوته اړتیا، د صادراتو په موخه د کرنېزو حاصلاتو لپاره د پروسس د مرکز نشتوالی، د اړتيا په اندازه د کرنېزې ماشینرۍ نه شتون، د سړو خونو او ستراتیژیکو زیرمو کمښت او ځینې نور مسایل د نن ورځې په غونډه کې مطرح شول.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر انجنیر نصیر احمد دراني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، د اوبو د کمښت ګواښونو له مخې د هېواد ټول ولایتونه چې له امله یې څاروي هم ګواښل کېږی، رده بندي شوي څو د څارویو لپاره ګټور خواړه چې په ترکیب کې یې بېلابېل ویټامینونه شتون لري؛ په پام کې نیول شوي دي چې د دوه میاشتني پوښښ لپاره يې شاوخوا ۷۹ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده؛ خو وروستیو ورښتونو تر یوه بریده خوشبینۍ رامنځته کړي دي.
انجنیر دراني زیاته کړه چې د مرستندویه ادارو له خوا د مرستو د ترلاسه کولو سربېره دوه سوه پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي تر څو ژر تر ژره د څارویو واښه وپیرل شي او مالدارانو ته په واک کې ورکړل شي چې له دی جملې څخه همدا نن ورځ د بادغیس، جوزجان، فاریاب، بغلان ولایتونو او یو شمېر نورو سیمو ته د اړتیا وړ واښه لیږل شوي او د هرات ولایت د وښو د پیرنې تدارکاتي کارونه جریان لري خو په دې برخه کې د سیمو د مشرانو او اوسېدونکو مرستې ته اړتیا ده تر څو په اړو کسانو په عادلانه توګه وویشل شي.
د کرنې وزیر وویل د هېواد په بېلا بېلو زونونو کې د غنمو زېرمې شتون لري او د اړتیا په وخت کې به ورڅخه ګټه اخیستل کېږي او هم لس زره ټنه کرنیز اصلاح شوي تخمونه په کروندګرو ویشل شوي دی،خوله دې جملي څخه د اصلاح شویوتخمونو واریدونکي قراردادي کمپنۍ ۷۵۰ټنه غیر اصلاح شوى تخم په کروندګرو ویشلی چې وروسته یاد قراردادي او په قضیه کې ښکیل مامورین څارنوالۍ ته پیژندل شوي دي.
همدا راز د اوبو لګښت د کمښت لپاره ځینې پروګرامونه تر کار لاندې دي اوهم به د کال تر پایه ۲۵۸ د اوبولو کانالونه ورغول شي، هغه زیاته کړه د زعفرانو کښت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې مثبته پایله ورکړې او زياتوالى یې جریان لري.
دغه راز په ډېر شمېر سره د هېواد د سبزیو او میوو لپاره د اړتیا وړ سړې خونې رغوول شوي او یا هم د رغولو په حال کې دي سربېره پر دې د جلغوزو اوپستو د بڼونو د پراختیا او د یادو میوو د پروسس لپاره اقدامات ترسره شوي او د کرنې  وزارت چمتو دی هغه پانګه وال چې په یاده برخه کې د پانګونې مینوال وي، بلاعوضه مرستې ورسره وکړي .
دغه راز د پیښو په چارو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم په خپلو خبرو کې وویل وروستیو اورښتونو پر دې سربېره چې د هېواد په شمال-لوېدیځ کې د وچکالیو ستونزې تر یو حده حل کړي او د اوبو ډنډونه د حیواناتو لپاره ډک شوي؛ خو لا هم د وچکالۍ اثرات احساسیږي، چې یادې ادارې یو شمېر ولایتونو ته د دوی د اړتیا په تناسب د سملاسی مرستوپه موخه یوسل دیرش میلیونه افغانۍ لېږلي اود دري پنځوس زرو بېځایه شویو کورنيو او د طبیعي افتونو څخه زیانمنو شويو کسانو لپاره یې  خوراکي او غیرخوراکي توکي برابر کړي دي  .
هغه زیاته کړه چې د وچکالیو لپاره ملي پلان د بشپړېدو په حال کې دی چې په بشپړېدو سره به یې د خدمتونو وړاندء کول اسانه شی .
نجیب اقا فهیم وویل د یونیم ملیارد افغانیو په شاوخوا کې بودجه د طبیعي پیښو سره د مبارزې په برخه کې ځانګړې شوې او د دې ترڅنګ نړیوالو بنسټونو لکه ډبلیو اف پي ، یونپس ، اف ای او، نړیوال بانک هم ډاډ ورکړی چې د زیانمن شويو سره به لازمې مرستې وکړي .
نجیب آقا فهیم په داسې حال کې چې بیځایه شويو ته د مرستو د رسولو اود نیمروز ولایت د اوبو د رسونې د لېږد پر څرنګوالي يې خبرې کولې؛ د سمه يېزو ادارو  له خوا د ناسمو ارقامو پر خپرولويې نیوکه وکړه زیاته یې کړه چې  د یونپس اداره مؤظفه شوې ترڅو د اړوکسانو دقیق تشخیص وکړي چې په دې سره به د هېواد ګوټ ګوټ ته اړینې مرستې واستول شي او ډاډ یې څرګند کړ چې د مجلس د کمېسیونونو وړاندیزونه به په پام کې ونیول شي .
خو د غونډې په آزادو بحثونو کې یو شمېر سناتورانو خپلې اندیښنې د هویت تذکرو د وېش په اړه څرګندي کړي او زیاته يي کړه  چې ځینو اشخاصو او افرادو ته يې د سوابقو او اساس په پام کې نیولو پرته، تذکرې ورکړي دي او یو شخص توانیدلی شي چې په لږ وخت کې څو تذکرې ترلاسه کړي چې دغې کار خپله د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو بی باورۍ زیاتې کړي دي چې باید د نفوسو د احوال د ثبت اداره دې برخې ته پاملرنه وکړي او د کاغذي تذکرو په وېش کې د اساس او سوابقو سره سم اقدام وکړي تر څو د رايې ورکونې بهیر کې د درغلیو څخه مخنیوی وشي او زیاته شوه ، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو کې د خلکو حضور پیکه دی او باید ټول هېوادوال او په ځانګړې توګه عالمان او دولتي کارکوونکي د خلکو د پوهاوي په موخه هڅې وکړي او د ټولټاکنو کمېسیون مسوولان هره ورځ  او یا په اوونې کې یو ځل د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې جزیېات له خلکو سره شریک او د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر موده وغزوي.
د غونډې په جریان کې سناتورانو د کابل ښار مهتاب قلعه سیمه کې د نفوسو د احوال د ثبت پر مرکز زړه بوږنوونکی برید چې نن یې د هویت د پيژندپانو د اخیستونکي موخه وګرځوله، خبر ترلاسه کړ او د ننګرهار، غور او بغلان ولایتونو په شمول یې دغه وحشیانه برید او نور تروریستي بریدونه په کلکو ټکو وغندل  او ټینګار وشو چې باید د کورنیو چارو وزارت او نور اړوند ارګانونه د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې او د پیژندپاڼو د وېش مرکزونو د امنیت په ټینګښت کې لازم اقدامات ترلاس لاندې ونیسی تر څو د دا ډول ناوړه پېښو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
په غونډه کې یادونه وشوه چې جمهور ريېس لارښوونه کړې ترڅو د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسیون تابع وګرځي، په داسې حال کې چې په یاد وزارت کې د کارکوونکو جذب یوه خاصه ځانګړنه لري او باید په سلیقوي چلند کې مخنیوى او دقت وشي خو ځینو نورو د یاد وزارت د کارکوونکو د جذب په اړه د ولسمشر د دې ګام د پر ځای بللو ترڅنګ ملاتړ وکړ او ټینګار يې درلود چې باید د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د ځینو موضوعګانو په هکله د مجلس یوې عمومي غونډې ته راوبلل شي .
همداراز د کورنیوچارو وزارت د ځینو برخو دتشکیل دکمښت څخه نیوکه او په اوسنیو قضایاوو کې یې د یاد وزارت د وزیر پر نیمګړتیاوو، د کابل – کندهار د لویې لارې پر ناامنیو، د سرپل ولایت امنیتي ناوړه وضعیت او د یاد ولایت د پوهنې د ریېس په مقررۍ کې ستونزې، د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د شپې تر ناوخته د لازمو خدمتونو د نه شتون او ځینې نور مسایل مطرح شول.
د آزادو بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئیس د رایې روکوونکو د نومونو د ثبت او د پيژندپاڼو د وېش بهیر د پرمختګ د څرنګوالي په اړه وویل، ټول شته موارد به د دې مجلس په راتلونکې غونډه کې له مسوولینو سره چې رابلل شوي دي، مطرح او د دوی د نظریو د اورېدو وروسته به د موضوع په اړوند پریکړه وشي.
فضل هادي مسلم یارد کابل ښار د نن ورځې ترهګریز او وحشیانه برید وغانده او د دغه جنایت د قربانیانو کورنیو سره يې د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنک وویل چې د کورنیو چارو وزیر دې د مشرانو جرګې د راتلونکې یکشنبې ورځې په غونډه کې استجواب او د هېواد د رایې ورکونې مرکزونو، د هېواد د اوسیدونکو او انتخاباتي کارمندانو د امنیت د ټینګښت د څرنګوالي موضوعات دې له نوموړي سره مطرح شی.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته