سیاست

د مشرانو جرګې ستاين ليکونه ورکړل شول .

کابل – باختر دکب دمياشتې ٧
د مشرانو جرګې  دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن   د  سوداګرۍ  دخونو
د تجارتي مرستيال حاجي محمد يونس ګړه وړه  د ستاين ليک  په ورکولو سره وستايل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
د مشرانو جرګې  دويم نايب ددغه ستاين  ليک  د  سپارلو په وخت کې د  پخوا په پرتله  په هيوادکې دصادراتو او  وارداتو په برخه کې د ښو تجارتي آسانتياو دزمنيو د برابريدو له  امله خوښى   څرګنده کړه او ويې ويل ،  هيله لرم مسوول مقامات کورنيو او بهرنيو سوداګرو او پانګه والوته   لازياتې لازمې آسانتياوې برابرې کړې چې وکولاى شي خپلې پانګې په بيلابيلو برخو او په تيره بيا دکورنيو ضايعو د ودې په برخو کې په کار واچوي .
دسوداګرۍ  دخونو مرستيال ددغه ستاين ليک دترلاسه کولو له امله  دمتن په ترڅ کې وويل دهيواد په د ننه او بهر کې دپانګې اچونې دجلبولو اودسوداګرۍ  په خاطر اغيزمنې  هلې ځلې دوام  لري او هيله يې وکړه چې  په هيواد کې دکار او توليد ښې زمينې برابرې  شي.
دغه راز دمشرانو جرګې دويم نايب د پاسپورټ په صادرولود ښواو لازموآسانتياو  دبرابرولوپه مقصدد کورنيوچارو  وزارت د پاسپورټ د  رياست دکارکوونکو خدمتونه  وستايل او ددغې ادارې رييس او مرستيال ته د ستاين ليکونو په  ورکولو سره يې د پاسپورټ  غوښتونکو ته په خپل وخت دپاسپورټ دصادرولو اوويشلو څرنګوالى وستايه .
دپاسپورټ  رييس سمونوال سيد عمر صبور او ددغې  ادارې مرستيالې سمونوالې ميرمن مسلمې د دغو ستاين ليکونو د ترلاسه کولو په  وخت کې وويل :   دغه اداره تصميم لري چې په راتلوونکي  کال کې په ټول هيواد کې دبرقي پاسپورټونو  ويشل پيل کړې چې په همدې مقصد په نږدې  راتلوونکې کې د ولايتونو مديرانو ته مسلکي سمينار جوړيږي  او بيا په هم  د پاسپورټ   په   صادرولو کې   آسانتياوې برابرې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته