کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د مشرانوجرګې ریېس فضل هادي مسلمیار، د یوشمېرسناتورانو په ملتیا نن له غرمې وروسته د ټاکنولپاره د رای ورکونکود نوم لیکنې د بهیر،مرکز حبیبې لیسې ته لاړ او نوم لیکنه یې وکړه. د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: د مشرانوجرګې ریېس د نوم لیکنې وروسته دخپلو خبرو پرمهال یوار بیا د یاد بهیر د پیل څخه هرکلی اوملاتړ څرګندکړ او دټولو هیوادوالو یې وغوښتل چې دخپلو پیژندپاڼوسره یوځای دنوم لیکنې لپاره پخپلو سیمو کې نږدې مرکزونوته لاړشي ترڅو په راتلونکوټاکنوکې دستونزوسره مخ نشي او هغه هیوادوال چې تراوسه پیژندپاڼې نلري هم باید په دې بهیرکې دګډون په موخه یې ترلاسه کړي. فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو په دوام وویل د ټاکنوکمیسیون دې جدي هڅې وکړي چې درڼو،عادلانه او د درغلیوڅخه د لېرې ټاکنو دترسره کېدو زمینه برابره کړي ترڅو خلک ډاډمن شي چې رای به یې خپل دخوښې وړ نوماند ته رسیږي او په دې بهیرکې به لاس وهنه نه کېږي. همداراز یې دهیواد دامنیتي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه چې دټاکنیزو مرکزونو دامنیت په خوندیتوب کې خپل مسولیت اداکړي ترڅوخلک په سوله يیز ډول په کې ګډون وکړي. د مجلس ریېس هیله څرګنده کړه چې حکومت وکولای شي د ټاکنو په څیرد ملي پروسو بهیرونه بریښنایي کړي څو دشته ستونزو او اندیښنو دحل سربیره دخلکو باور ډیر او هم په مالي لګښتونوکې دپام وړکمښت رامنځ ته شي. فضل هادي مسلم یار د دې ترڅنګ چې دهیواد درسنیوکړنې اوقربانۍ وستایلې دهغوی څخه یې وغوښتل چې د دې پروسې دلاپیاوړتیا په موخه دې هڅې وکړي چې دهیواد په ګوټ ګوټ کې دولسونولپاره دعامه پوهاوي خپرونې په لارواچوي. وروسته نورو سناتورانو هم خپل نومونه ثبت کړل او دخپلوموکلینو او ټولو وګړو یې وغوښتل چی دنوم لیکنې په بهیر او هم په راتلونکو ټاکنوکې پراخه ګډون وکړي.پاى_ ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل