سیاست

د مشرانو جرګې رئيس هېواد ته راستون شو

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ٢١  :
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار چې د اديتا پوهنتون د رئيس او استادانو د رسمي بلنې پر بنسټ د محصلانو د نړيوالو فدراسيون په پاى غونډه کې د ګډون په موخه هند ته تللي و، پرون هېواد ته راستون شو.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د مشرانو جرګې رئيس د تلې په نولسمه ورځ په هغې غونډه کې چې له همدې امله د هند په بنګلور ښار کې د اديتا پوهنتون له خوا جوړه شوې وه، د وینا په ترڅ کې یې د افغانستان او هندوستان د تاريخي، فرهنګي او دوستانه اړيکو ترڅنګ له افغانستان سره په بنسټيزو او تحصيلي برخوکې د دغه هېواد د ګټورو مرستو په اړه ويل چې هندوستان د افغانستان له خلکو سره د لويو مرستندويو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د سياسي موخو پرته یی ، په رښتيني توګه د بنسټيزو پروژو د بيا رغاونې او رغاونې او په ځانګړې توګه د سلما بند او نوي پارلمان د مقر د جوړېدو، د دغه هېواد په پوهنتونونوکې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه د زرګونو تنو افغان محصلينو د جذب، د نظامي منسوبينو، دولتي مامورينو او د خصوصي سکتور کارکوونکو د تجربو د ترلاسه کولو په موخه د اسانتياوو د برابرولو او د نورو لسګونو پروژو د بيا رغاونې او رغاونې په برخو کې يې د مليونونو ډالرو په ارزښت مرستې او همکارۍ کړې دي چې د افغانستان ملت به هيڅکله د هند دا مرستې هيرې نه کړي.
د مشرانو جرګې رئيس په داسې حال کې چې د روغتيا، کرنې، تحصیلي او نظامي برخو کې د هندوستان له مرستو څخه يو ځل بيا مننه کوله، څرګنده يې کړه چې اوس هم افغانستان د دوستو هېوادونو مرستو ته اړتيا لري، نو اړینه ده چې هندوستان هم د تير په څېر خپلې مرستې د افغانستان په خپل ځان تر بساینې پورې زیاتی اوجاري وساتي .
همدارنګه فضل هادي مسلم یار د سیمې او افغانستان د سیاسي وضعیت او په نړۍ کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: افغانستان او هندوستان تل د هغه تروریزم قرباني دی چې د سیمې د یو هېواد له خوا تجهیز، رهبري او تمویلیږی او باید نړیواله ټولنه اوپه ځانګړی ډول د نړۍ پیاوړي هېوادونه دې په سیمه کې د تروریزم سرچینې له منځه یوسي .
په پای کې د مشرانو جرګې رئیس د علم او پوهې د پیاوړتیا، سولې او د نړۍ دهېوادونو د خلکو ترمنځ د نږدېوالي په برخه کې د ادیتا پوهنتون رول او برخه اخیستل ګټور وبلل ویې ویل: افغان ځوانان علمي ظرفیت لوړونې ته اړتیا لري او پدې هیله باید هند دخپلو پراخو مرستو په بنسټ د افغان محصلینو د جذبولو شمېر لوړ کړي.
د دغې ناستې په پای کې د دغه پوهنتون له مسوولینو څخه یوتن په سیاسي مسایلوکې د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلم یار پر رول خبرې وکړې او د هغه د کړنو او سیاسي ژوند د ستایلو په موخه یې د دغه پوهنتون مډال ورکړ .
دغه راز د مشرانو جرګې رئیس ددغې ناستې ترڅنګ له یوشمیر افغان محصلینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی ستونزې یې واورېدې .
دمشرانو جرګې رئیس محصلینو ته وویل: تاسو د هېواد ځوان نسل د هېواد په پیسو چې په ډیرې سختۍ سره ترلاسه کیږي، د زده کړې په موخه هندوستان ته استول شوي یاست او تاسو ځوانان باید د هېواد د راتلوونکې جوړونکو په توګه د زده کړو او مسلکي علومو په ترلاسه کولوکې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړئ؛ ترڅو دهېواد د رغاونې په لاره کې ګټور خدمتونه ترسره کړئ .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته