کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
دمشرانوجرګي د رييسانو دکميټې غونډه نن د سنامجلس د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا د ټاکنې او دکميسيونونو دکاري چارو د تنظيم په باب د خبرو په ترڅ کې پريکړه وشوه چې د روان کال دثور دمياشتې د ٢١ نيټې د يکشنبې د ورځې په غونډه کې د دولتي او غيردولتي املا کو د غيرقانوني غصب او تصرف د قانون طرحه او د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د تشکيل، دندو او صلاحيتونو د قانون د ځينو مادو د تعديل په باب د غړو پيشنهادي طرحه دې د تصويب په مقصد عمومي غونډې ته وړاندې شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ