د مشرانو جرګې د رييسانو دکميټې غونډه دمحمدعلم ايزديارپه مشرۍ جوړه شوه

کابل باخترثور دمياشتې   ٣ :
د مشرانو جرګې د رييسانو دکميټې غونډه نن د سنامجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشرۍ جوړه شوه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په غونډه کې د عمومي غونډو د اجنډا د ټاکنې په باب د خبرو په ترڅ کې پريکړه وشوه چې د افغانستان  او د فنلند جمهوريت ترمنځ د همکارۍ موافقه ليک او د افغانستان او د ناروې د شاهي هيواد د ستراتيژيکي همکاريو موافقه ليک دې د تصديق په مقصد د روان کال د ثور د مياشتې د اوومې نيټې عمومې غونډې ته وړاندې شي .
دغه راز په غونډه کې ټينګار وشو چې د کورنيو چارو وزير او د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست دې د ثور د مياشتې د نهمې نيټې په غونډه کې په هېوادکې د وروستيو نا امنيو د زياتوالى د علتونو په باب توضيحات ورکړي او هم د بهرنيو چارو وزير دې د مهاجرنيو د راستنولو د چاروله وزيرسره په  ګاونډيو هيوادونوکې د ميشتومهاجرينوستونزو او د ځينو نورو موضوعګانوپه باب د روان کال د ثور د مياشتې د شپاړلسمې نيټې په عمومي غونډه کې د مجلس د غړو پوښتنو ته ځواب ووايي.
دغه راز د مشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن د پنجشير ولايت دکليو
دبيا جوړولو اوپراختيا او د فوايدعامې د ادارو له رييسانوسره وکتل.
په دې کتنه کې چې ځينې سناتوران او د مشرانو جرګې د دارلانشا لوى رييس هم برخه لرله؛ دغو مسوولينو دخپلو ادارو دکړنو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل
چې دغه ادارې په دې بريالي شوې دي چې د پرمختيايي پلانونو په تطبيقولو په تېره بيا د سړکونو په  جوړولو او ترميمولوکې ګټورګامونه واخلي .
وروسته د سنا مجلس لومړي نايب د پنجشير ولايت په مرکز او اووه ګونو  ولسواليوکې د پروګرامونو او پروژو په تطبيقولو باندې ټينګار وکړ او د خدمتونو په برابرولو، د سالم  مديريت په  جوړولو، د خلکو ترمنځ د باور او صميميت د فضا په برابرولو او په دغه ولايت کې د اغيزمنو پروګرامونوپه تطبيقولوکې دهغوى کړه وړه وستايل او دچاروپه ترسره کولوکې يې دهغوى دکاري برياليتوبونو هيله وکړه .
دغه راز دمشرانوجرګې منشي سيدفرخ شاه جناب د سوريا د عالي ليسې له مديرې ميرمن نسيمې صابري او  د دغې ليسې  له يوشمېر استادانوسره وکتل  او د روزنې، د سالم مديريت د رامنځته کولو او د استادانو او زده کوونکوترمنځ د صميميت د فضا په برابرولو او د زده کوونکو دپوهې دکچې په لوړولوکې د هغوى کړنې وستايلې او د مسووليتونو په اجراکولو باندې د ټينګار په ترڅ کې د هغوى د لازياتو برياليتوبونوهيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته