سیاست

د مشرانو جرګې د دويم نايب په مشرۍ غونډه وکړه

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٧ مه:
د مشرانو جرګې د دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ د سنا مجلس د رېسانو د كمېټې په غوڼده كې ، د عمومي او كميسيونونو د غونډو د كاري چارو په اړه په بحث سربېره ، پريكړه وشوه چې د وږي په ۳۱ مه د يكشنبې د ورځې په غونډه كې دې وزارت ته د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې د لوړولو په اړه د ولسي جرګې د طرحې او د مشرانو جرګې د كورنيو دندو د اصولو په اړه بحث وشي او همدا راز فيصله وشوه چې د تلې په دويمه د سې شنبې د ورځې په غونډه كې دې د ښاري خدمتونو د محصول په څلورمې ګڼې ضميمې سربيره د كورنيو دندو د اصولو په پاتې مادو دې بحث وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته