٤٤-کابل باختر دثور اووه ويشتمه
د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ له يو شمېر منسوبينو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دي کتنه کې د مشرانو جرګې دويم نايب د خبرو په ترڅ کې د امنيت په ټينګښت او په کابل ښار کې د عامه نظم د ساتنې په برخو کې د دغو منسوبينو د ګټورو فعاليتونو يادونه وکړه، ويې ويل : په اوسنيو شرايطو کې دې ته اړتيا شته چې ويښ امنيتي ځواکونه په بشپړي همغږۍ سره د لا زيات امنيت په ټينګښټ، د جنايي جرمونو د ډيروالي د مخنيوي په برخو کې د پام وړ هڅې وکړي او هم دويم نايب د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د منسوبينو کړنې د تقدير ليکونو په ورکړلو سره وستايلې چې په مننې سره ومنل شوې.