کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ١١ :
د مشرانو جرګې د يوې اعلاميې په صادرولو سره د ننګرهار ولايت په امنيې قوماندانۍ وروستى بريد په کلکه وغانده .
په اعلاميه کې ويل شوي دي: د ملي شورا د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او د دغې جرګې غړي د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ په دفتر د تيرې شپې ځانمرګى بريد چې له شک پرته د (آى اس آى) د دوذخي ادارې له خوا ترسره شو او له امله يې زموږ ٢٠ تنه هېوادوال ټپيان او د امنيه قوماندانۍ د ودانۍ ځينې برخې او د استوګنې شاوخوا کورونه ويجاړ شول؛ په ډيرو سختو الفاظو غندي .
په اعلاميه کې ويل شوي دي: دغه تروريستي بريد چې په خپل ډول کې بې سارى و په داسې ډول ترسره شو چې د دوشنبې د شپې په يوولس نيمو بجو لومړى په چاوديدونکو توکو بار دوه موټرونه د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ په لومړۍ او دويمه دروازه کې يو په بل پسې وچول شول او وروسته څلور تنه پلي وسله وال يرغلګر د امنيې قوماندانۍ قرارګاه ته ننوتل او د پوليسو له منسوبينو سره يې جګړه پيل کړه، خو په څو ساعتونو کې د دغې قوماندانۍ د پوليسو د زړورو او سرښندونکو عملياتو او مقاومت له امله څلور واړه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول او يوځل بيا د تروريستانو ناکامه تجربه چې تل ځان د جهالت په تورتم او جنايت کې وژني؛ تکراره شوه .
يو له دغوتروريستانوڅخه چې ژوندى نيول شوى دى؛ څرګنديږي چې دى د پاکستان تبعه دى چې دا په خپله د دې شاهدي ورکوي چې پاکستان او د هغه جنايتکار سازمان (آى اس آى) هيڅکله په خپلو ژمنو ولاړ نه دى او د افغانستان د خلکو دوست نه شي کيداى او د افغانستان د دولت له مشرتابه څخه غوښتنه کيږي چې په پاکستان اعتماد ونکړي او ټول زړه بوږنوونکي خيانتونه اوجنايتونه دې نړيوالو ته په ډاګه کړي چې بشري ټولنې لا زيات دغې کثيفې سرطاني دانې ته متوجه شي او د هغه په تحريم او ځپلو سره بشريت له شرڅخه يې وژغوري.
له بلې خوا د ننګرهار خلک د سر په سترګو ويني چې په دې وروستيو ورځوکې (آى اس آى) د دغه ولايت په نږدې پنځو ولسواليوکې په پراخه توګه د داعش په ډلې د پخوانيوطالبانو د ځايونو په بدلولو بوخت دى او د طالبانو د سپينو بيرغونو په ښکته کولو او د داعش د تورو بيرغونو په رپولو سره يې په ننګرهار او د هغه په شاوخواکې د جګړې او وحشت تنور ګرم ساتلى دى .
د ملي شورا د مشرانو جرګې رييس او غړي د دغې تروريستي پيښې د ټپيانو د درملنې لپاره د بيا غوښتنې په ترڅ کې، د ملي وحدت د حکومت له مشرتابه څخه غواړي چې له تروريستانو سره د جدي مبارزې په کارکې دې اغيزمن او هر اړخيز تدبيرونه ونيسي.
4 2 دقیقې لوستل