کابل/ د ليندۍ١٠ مه/ باختر
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په نننۍ غونډه کې د دوو تنو نویو انتصابي غړو د لوړې مراسمو د ترسره کېدو سربېره د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودجې د مسودې په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په غونډه کې د اجندا سره سم د مېرمن شاه بي بي او مېرمن ملیحې جامي د لوړې مراسم چې د ولسمشر له خوا د انتصابي سناتورانو په توګه ګمارل شوې دي، د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار له خوا ترسره شول.
ورپسې د مالیې وزارت سرپرست څخه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسیون رئيس محمد عظیم قویاش او نورو سناتورانو د تیر په پرتله د سږنۍ بودجې د ښه ترتیب څخه دیادونې سربېره د بودجې مسوده کې د نه موازنې، د ولایتي بودجې دڅرنګوالي ، د هوکړې پرته د ادارو د پراختیایي بودجو کمښت، د یوکال څخه بل مالي کال ته د پراختیایي ځینو پروژو دانتقال، د مالي کال لومړۍ ربعه کې د قراردادي پیسو د نه اجرا کېدو، د کارموندنې موضوع، د سوداګریزو او تادیاتو د بیلانس د کسر، د تیرو کلونو بودجه کې د یوشمېر ټولګټو پروژو د شمولیت په اړه د سناتورانو د وړاندیزونو له پامه غورځولو څخه نیوکې او د نوي مالي کال د بودجې مسوده کې دیادو وړاندیزونو په پام کې نیولو ټینګار، د بودجې په لګښت کې د زورواکو د لاسوهنو د مخنیوي غوښتنه، د ۲۶۶ میلیارده افغانیو پور د اخیستو د څرنګوالي، د یو میلیارد څخه زیاتو افغانیو دبېځایه لګښت ، د ګردن دیوار پروژې دتطبیق غوښتنه، د کابل د حلقوي سړک بشپړېدل ، د مالیې وزارت په ځانګړي توګه د مشرتابه په کچه مقرریو کې د توازن د نشتوالي او ځینې نور مسایلو په اړه پوښتنې مطرح کړې.
ورپسې د مالیې وزارت معین او سرپرست زاهد همدرد د تیرو کلونو د بودجې ځانګړتیاو کې د ځینو نمیګړتیاو په تائید سره ژمنه وکړه چې د مجلس د غړو مشورتي نظریې به د روان کال بودجه کې ځای کړي او له سناتورانو یې وغوښتل چې پلي کول دې د اړوندو بودجوي واحدونو سره تعقیب کړي.
زاهدهمدرد وویل د کورنیو او بهرنیو مالي امکاناتو د کمښت په پرتله اړتیاوې د زیاتېدو په حال کې دي چې د دولت په کچه یو ملي بحث ته اړتیا ده تر څو ورته پاملرنه وشي، هغه زیاته کړه په خواشینۍ سره د هڅو سره سره چې د مالي امکاناتو په وېش کې د تعادل لپاره ترسره کیږي خو دا چاره د تیروکلونو راهیسې تر اوسه نده عملي شوې.
نوموړي د ځانګړي کود څخه د یو اعشاریه اووه میلیارده افغانیو د انتقال او زیات مصرف په اړه وویل، دا چې د مالي کال په پيل کې ځینو مسایلو له پاره بودجه په پام کې نه وې نیول شوې نو یادې پیسې په اساسي مواردو کې لګول شوي دي، همدا راز څرګنده یې کړه چې د کابینې د مصوبې پر بنسټ بودجوي واحدونه چې نه دي توانیدلي په لومړيو شپږو میاشتو کې خپله پراختیایي بودجه تر پنځوس سلنو ولګوي، د هغوی پراختیایي بودجې تنقیص او نورو بودجوی واحدونو ته انتقال شوي دي.
د مالیې وزارت معین زیاته کړه، د نوي مالي کال له پاره دوه سوه میلیون ډالره پور په پام کې نیول شوی چې اسلامي او آسیایي پراختیایي بانکونه په کې لویه ونډه لري او د مضاربت فیصدي یې هم ډېره ټیټه ده، له بلې خوا د یادو پورونو ورکړه اوږدمهاله ده او په اساسي او بنسټیزو برخو کې به مصرف شي همدارنګه یې د ګردن دیوار، تورخم -کابل د اوسپنې پټلۍ او دکابل حلقوي سړک په شان لویو پروژو په اړه معلومات ور کړل.
د غونډې په آزادو بحثونو کې د مجلس یو شمېر غړو وویل د امریکایي سرتیرو څخه د پوښتنې په موخه د بګرام پوځي اډې ته د یاد هېواد د جمهور رئیس ډونالد ټرامپ راتلل یو ښه کار وو خو هیله کیده چې د دیپلوماتیکو اصولو سره سم د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ ته راغلی وای او د ولسمشر او نورو مشرانو سره یې لیده کاته ترسره کړي وو.
همدا راز په غونډه کې د امریکې د ولسمشر له خوا د یاد هېواد د سرتیرو د بښني څخه چې په افغانستان کې یې جنایت ترسره کړی نیوکه وشوه او ویې ویل، جرم چې په هرځای کې ترسره شي جرم دی اوباید د نړیوالو قوانینو په رڼا کې مجرم محاکمه شي او اوس د برېتانیا هېواد هم هوډ لري یو شمېر هغه سرتیري چې په افغانستان کې یې جرمونه کړي، وبښي.
دغه راز یو شمېر غړو وویل، د ټاکنو د پایلو اعلان کې ځنډ او د یادې موضوع په تړاو لاریونونه د هېواد په زیان دي، باید د ټولټاکنو خپلواک کمېسیون خپله خپلواکي ثابته او پایلې اعلان کړي او هم دې د دې بنسټ پرېکړو ته درناوی وشي.
په غونډه کې یادونه وشوه چې په د ې وروستیو کې د افغانستان د سولې خبری اترې له بیا پیل شوي او باید د امریکا متحده ایالات د افغانستان د پارلمان او حکومت نظریې د طالبانو ډلې سره شریکې کړي او ترڅنګ یې د دغې ملي بهیر د بریا په موخه، د افغانستان د سولې په اړه نړیواله اجماع رامنځته شي او ګاونډي هېوادونه هم په دې بهیر کې دخيل شي.
همدا راز وویل شول چې د طالبانو ډلې د ماین ایښودو له امله د هلمند دسرحدي لوا قوامندان بریدجنرال ظاهرګل مقبل د خپل موټر چلوونکې سره شهید او د یوه خبریال په ګډون درې تنه ټپيان شول ، سناتورانو د دې ترڅنګ چې د جنرال مقبل نشتون یوه ضایعه وګڼله د هغه او نورو شهیدانو روحونو ته یې د عا وکړه.
د بحثونو په جمع بندۍ کې فضل هادي مسلم یار د هلمند د سرحدي لوا قوماندان جنرال ظاهر مقبل څخه د آزادۍ د لارې د ساتونکې په نامه یادونه و کړه او پاتي کسانو ته یې د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل.
مسلم یاره زیاته کړه: د افغانستان خلکو د تلې په شپږمه مېړانه وکړه او د رایو صندوقونو ته ولاړل او د خپلې خوښي وړ نوماند ته یې رایه وکاروله، اوس د ټاکنو خپلواک کمېسیون مکلف دی چې د قانون سره سم ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي ترڅو پر بنسټ یې نوی او همه شمول حکومت رامنځته شي.
د مشرانو جرګې رئیس افغانستان ته د ډونالد ټرامپ سفر ته په اشارې وویل، د بګرام پوځي اډه هم د افغانستان خاوره او حاکمیت دې دا چې د امریکا جمهور رئیس د امنیتي وضعیت له امله ارګ ته رانغلو، توپیر نه کوي ځکه په تیرو وختونو کې هم ورته ناستې په ننګرهار او هرات کې د بهرنیوهېوادونو مشرانو سره ترسره شوي .
پاى/ذ
0 4 دقیقې لوستل