کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢٧ مه
د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یارنن د یوی ناستې په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې د ټولنې د پخوانۍ رئیسې میرمن فاطمې ګیلاني کړنې وستایلې.
دا ناسته چی دمشرانوجرګی د عامه هوساینی دکمیسیون په نوښت جوړه شوی وه،په داسی حال کی چی دمجلس د منشی نایبه نجیبه حسینی، دملی شورا یو شمیر غړیو،دټکنالوژی اومخابراتووزیر، دمشرانوجرګی ددارالانشالوی رییس،دسره صلیب مشراوکابل کی میشت دسری میاشتی فدراسیون رییس هم ګډون درلود، فضل هادی مسلم یار دمیرمنی فاطمی ګیلانی دکوښښونو اوهڅوڅخه چی په سری میاشتی کی یی دجګړی ځپلو اوطبیعی پیښوڅخه اغیزمنوکورنیودمرستولپاره ترسره کړی وی،مننه وکړه اوویی ویل سری میاشتی دمیرمن ګیلانی په مشری، دجنګی اوطبیعی پیښو متضررینوته دلازموبشری مرستوپه رسولوسره دپام وړخدمتونه کړی دی چی تراوسه هم زمونږخلک دیادومرستوڅخه ګټه پورته کوی، اومشرانوجرګه دیادی ټولنی مرستوته دقدرپه سترګه ګوری.
همدارنګه دمشرانوجرګی رییس په متحده عربی اماراتوکی دسره صلیب دنړیوال فدراسیون دسکرترجنرال په توګه دمیرمن ګیلانی دټاکل کیدو له امله مبارکی وویله اوهیله یی څرګنده کړه چی نوموړی به وکولای شی دافغانی سری میاشتی په پیاوړی کیدو اودمرستودجذبولوپه لاره کی زیاتی هڅی ترسره کړی.
په همدی توګه نثاراحمدحارس دمشرانوجرګی اوعبیدالله رامین دولسی جرګی دعامه هوساینی اوچاپیریال ساتنی دکمیسیونونورئیسانواودافغانی سری میاشتی دبورد درهبری غړیوهم دمیرمن فاطمی ګیلانی دهڅوڅخه په ځانګړی ډول د ماشومانود زړه بیماریو په درملنه کی یی د نوموړی کوششونه په نیکی سره یاد کړل.
ورپسی میرمن ګیلانی دملی شورای دمشرانوجرګی دملاتړاوتقدیرڅخه دمننی په ترځ کی وویل ددی ټولنی ټولی کړنی په بیطرفه توګه دبشری مرستوویش،طبیعی پیښواودجګړی ځپلوته لاس رسی ،د ماشومانودزړه د ناروغیودرملنه اودمرستونونوجوړول دی،چی تردی مهاله ددی بنسټ په مرسته شاوخوا ۶ زره ماشومان چی د زړه په ناروغیواخته وو،روغتیا ترلاسه کړیده.
په پای کی دملی شورای ددواړوجرګودعامه هوساینی دکمیسیونونوتقدیرلیکونه،دمشرانوجرګی درییس،دملی شورا دغړیو اوحاضرینولخوا میرمن فاطمی ګیلانی ته ډالی شوی اوپه چاروکی یی دلابریاوهیله څرګنده شوه.#
0 1 دقیقه لوستل