سیاست

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر
د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفترکې کابل کې استوګن د امریکا د متحدو ایالاتو سفارت له مرستیالې مېرمن کران دیکر سره وکتل.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په دې کتنه کې د سولې بهیر او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا، له اداري فساد سره د مبارزې، په لازم ډول د امنیتي ځواکونو د تجهیز او د داعش ډلې په ځپلو کې د افغان امنیتی ځواکونو د پام وړ لاسته راوړنو په اړه خبرې وشوې.
د مجلس ريیس فضل هادي مسلم یار اداري فساد یوه شومه او له زیان ډکه پديده وګڼله او ور سره یې د جدي مبارزې په برخه کې د افغان دولت د ژمنو څخه یادونه وکړه او ویې ویل، تمه ده چې نړیوال همکاران په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات په دې برخه کې لازمه همکاري وکړي.
د مشرانوجرګې رئيس د سولې ټینګښت د افغانانو اساسي اړتیا یاده کړه او هیله یې وښوده چې د امریکا متحده ایالات هغو شکایتونو ته چې په دې برخه کې شتون لري پاملرنه وکړي او د افغانستان خلک دې طالبانو سره خبرو اترو کې د هر پرمختګ څخه باخبره وساتي تر څو د لیدلورو په شریکولو سره ګډ او همغږې پرېکړې وشي.
نوموړې وویل طالبانو سره د سولې خبرو کې ممکن د امریکا د متحده ایالاتو او ډاکټر زلمي خلیلزاد په ارادو شک موجود نه اوسي خودا چې مذاکرات د افغان حکومت د استازو دشتون پرته پرمخ ځي او نه پوهیږو چې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د راتلونکي لپاره څه لیدلوری لري  او په عملي توګه دسولې په اړه څه اقدامات روان دي نو دا موارد مو دشک لورې ته بیایي.
د مشرانو جرګې رئيس د دواړو هم تړونه هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو او همکاريو نږدې والی  ګټور وګڼه او د دې اړیکو په پياوړتیا یې ټینګار درلود او هم یې د داعش د ځپلو په لاره  کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او پرېکنده ملاتړ ځواکونو له سرښندنو په نیکۍ یادونه وکړه او د افغانستان امنیتي سکتور څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ یې حیاتي او ګټور وباله.
ورپسې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت مرستیالې مېرمن کران دیکر په خپلو خبرو کې د اداري فساد سره د مبارزې پر وړاندې د مشرانوجرګې د رئيس او غړو د کوښښونو او د دې ملي بنسټ له پرېکړو ستاینه او په دې برخه کې یې د خپل هېواد د ملاتړ څخه یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې بېلابېلو مسایلوکې د مشرانو جرګې د غړو د نظریو او مشورو د ترلاسه کولو له پاره اقدام کیږي اوهم یې د متواترو ناستو او زیاتې همغږې غوښتنه وکړه.
نوموړې ننګرهار کې د داعش ډلې په ټکولو کې د امنیتي ځواکونو د ښو لاسته راوړنو څخه ستاینه درلوده او افغانستان سره یې د زیاتو مرستو له پاره د خپل هېواد د تیاریو خبر ورکړ اوهم یې د دريو طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د افغان دولت پرېکړه د طالبانو سره  د مخامخ خبرو د پیل له پاره مهم ګام یادکړ.
د امریکا د سفیر مرستیالې طالبانو سره د ډاکټر زلمي خلیلزاد دلیدنو په اړه وویل امریکا د سولې بهیر کې  د بین الافغاني مذاکرتو د پیل غوښتونکې ده او په هېڅ ډول به د راتلونکي حکومت په اړه بحث ونکړي او بحثونو کې یواځې امنیتي برخې ته پام اړول شوی ځکه د کورنیو مسایلو په اړه هر ډول پرېکړه د افغانانو شخصي مالکیت دی.
پاى/ف
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته