د مشرانوجرګې دويم نايب دکابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ د يو شمېرمشرانو سيمه ييز ې ستونزې واوريدې

کابل- باختر دثور اوومه :
دمشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان نن دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ  د يو شمېر مشرانو او سپين ږيرو سيمه ييزې ستونزې واوريدې .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې يو تن د نوروپه استازيتوب ددغې ولسوالۍ د ځينو مسوولينو په شتون وويل: په کوچي قومونو پورې يو شمېر اړوندوکسانو ددغې ولسوالۍ د چشمه خروټي دکلي په ساحه کې د دوى ځمکې غصبې  کړې دي او اصلي مالکانو ته يې اجازه نه ورکوي چې خپل ملکيتونه ترلاسه کړي او هم د دوى له خوا د مواصلاتي لارو په تړل کيدو سره د دغې ولسوالۍ خلک له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
دغه راز ده څرګنده کړه چې دځمکې دغه غاصبان د شپې له خوا د هغوى په ملکيتونوکې د استوګنې کورونه جوړوي . که  څه هم اړوندو حکومتي مسوولينو ته يې خبر ورکړى دى، خو تراوسه پورې لازم اجراات نه دي شوي .
دمشرانو جرګې دويم نايب د خبرو په ترڅ کې دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ د اوسيدونکوستونزې پرځاى وبللې؛ ژمن شو چې د قومونو او قبايلو د چارو دکميسيون په يوه غونډه کې به ددغې ولسوالۍ د خلکو ستونزې دکابل له والي ، امنيه قوماندان ، د ملي امنيت له رييس،  دکوچيانو د چارو له رييس او د ملي اردو د ١١١ فرقې له قوماندان سره طرحه کړي او د حل لارې چارې به يې ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته