د مس عینک کان قراردادي مسئولین: ډېر ژر به د مس عینک کان پروژې عملي کار پیل کړو

کابل، د مرغومي ۲۴مه، باختر

د بین الوزارتي کمېټې په ناسته کې، د مس عینک کان د استخراج د عملي کار پر پیل ټینګار شوی دی.

باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ په دې ناسته کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک د رئیس هدایت الله بدري، د ا طلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ د معین مولوي عتیق الله عزیزي او د مس عینک کان د قراردادي مسئولینو په ګډون ترسره شوه؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یادې پروژې پر ارزښت خبرې کړي او د مس عینک کان د استخراج د عملي کار پر پیل یې ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې، د مس عینک کان قراردادي مسئولینو د پروژې د عملي کار د پیل ژمنه کړې او ویلي يې دي: «زموږ شرکت په خپلو ژمنو ولاړ دی او ژر به د یادې پروژې عملي کار پیل کړو».

د مس عینک کان د هېواد په کچه له لویو او مهمو کانونو څخه دی چې د عملي کار په پیل سره به یې زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او د هېواد په پرمختګ او ځان بسیاینې کې به مهم رول ولوبوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته