د مس عینک کان د استخراج نوې طرحې د څېړنې په موخه بین الوزارتي ناسته وشوه
کابل، د مرغومي ۵مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک د رئیس ملا هدایت الله بدري او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي په ګډون؛ د مس عینک کان د استخراج نوې طرحې د څېړنې په موخه بین الوزارتي ناسته ترسره وشوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې ناسته کې، د مس عینک کان د قراردادي مسئولینو له خوا د نوې طرحې او د یادې پروژې د استخراج څرنګوالي په اړه د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې کړي دي.
د ناستې په پای کې، د کمېټې غړیو د یادې طرحې په اړه خبرې کړې دي.