کابل، د مرغومې لومړۍ نېټه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د لوګر د مس عینک قراردادي شرکت له رئيس سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لوريو د مس عینک پروژې د ارزښت او د دې پروژې پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو د لرې کولو د حللارې په اړه خبرې کړې دي.
د کتنې په پای کې، د ستونزو د حل په موخه، د ناستو پر دوام ټينګار شوی دی.
21 د یوې دقیقې څخه لږ