سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د مسکو لاره، حل لاره ده

کابل، د غبرګولي ۹ مه، باختر

تبصره

روانه اوونۍ د کرېملېن مشر ویلادیمیر پوتین، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، د کابل لپاره ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او ځینو نورو روسي چارواکو اسلامي امارت سره د تعامل او دغه راز د اړیکو د لا ټينګښت او پراختیا په برخه کې یو لړ څرګندونې درلودې، چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له تود هرکلي سره مخ شوې.

روسي مشر او چارواکو اسلامي امارت د افغانستان اصلي واکمن، مدیر او کنټرولونکی بللی او له دغه حکومت سره تعامل یې د وخت اړتیا یاده کړې ده.

مسکو دغه راز اسلامي امارت ته د روسیې په اقتصادي غونډه کې د ګډون بلنه هم ورکړې، چې دا د روسیې او افغانستان ترمنځ د ښو او مثبتو اړیکو درلودلو ښکارندویي کوي.

روسیې له اسلامي امارت سره د تعامل لاره ځکه غوره کړې، چې نه غواړي د بې ځایه شرایطو وړاندې کولو او د افغانستان په کورنیو مسایلو کې د لاسوهنې له امله د نړۍ په ځانګړې توګه د اسیا یو مهم ستراتيژیک موقعیت درلودنکي هېواد افغانستان سره اړیکې پرې او یا خرابې وساتي.

روسیه په خپلو کورنیو چارو او بهرنیو تعاملاتو کې د نورو لاسوهنه نه مني او ښکاري چې د نورو په چارو کې مداخله هم نه خوښوي، نو ځکه خو ثابت دریځ لري او د نړۍ ټولو هېوادونو سره یې د اړیکو ساتلو دریځ معلوم دی.

د اسلامي امارت په اړه د روسیې له تعاملي دریځ څخه ښکاري، چې مسکو د کابل په داخلي چارو او حکومتي جوړښت کې لاسوهنه نه خوښوي او دا د نړۍ نورو هېوادونو ته هم یو ښه پیغام دی، چې د افغانستان اسلامي امارت په چارو کې له لاسوهنې تېر شي او د روسیې په څېر د تعامل مېز ته رامخته شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته