د مسکو برید؛ پېښه کې ښکېلو کسانو اقرار کړی
نړۍ، د وري ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
مسکو کې د تېرې جمعې ورځې د ماښام په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ تنو ته پورته شوی او دغې پېښه کې ښکېلو نیول شویو کسانو هم اقرار کړی دی.
د روسیې سپوتنیک خبري اژانس له لوري په خپره شوې ویډیو کې یو نیول شوی، تورن کس وایي، چې د مارچ په ۴ مه نېټه له ترکیې څخه روسیې ته تللی وه او له یو بل کس سره د ټلګرام له لارې اشنا شوی دی.
دغه کس زیاته کړې، چې د برید په مقابل کې ورسره د یو میلیون روبل پیسو د ورکړې خبره شوې، چې ۵ سوه زره یې ورکړل شوي او نورې یې پاتې دي.
د روسیې تحقیقاتي ادارې ویلي، چې په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي.
ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویلي، چې دغې پېښه ټول ښکېل کسان به په عادلانه توګه مجازات شي.