د مسموم شويو زده کوونکو شمېر له سلوتنو څخه واوښت
کابل- باختر د ثور يوولسمه :
د ابن سينا روغتون چارواکي وايي چې دکابل ښار د سلطان راضيه د ښوونځى يو شمير زده کوونکي مسمومې شوې دي .
په ابن سيناروغتون کې يو تن موظف ډاکتر پروفيسر عبدالله سادات دباخترآژانس خبريال ته وويل چې تراوسه پورې د سلطان راضيې دليسې يوه د پاسه سل تنه زده کوونکي دغه روغتون ته ليږدولې شوې دي .
ده ټينګار وکړ چې حالت تر کنترول لاندې ده او هغوى ته ټول خدمتونه وړاندې شوي دي او کوم خطر نشته .
د ابن سينا روغتون يو فارمسست ډاکتر وليد هم وويل چې يو شمېر زده کوونکي مسمومې شوې دي؛ خو خطر دوى نه ګواښوي.
داپه داسې حال کې ده چې د يو شمېر مسمومو شويو زده کوونکو خپلوان روغتون ته ورغلي دي او دې کار د روغتون کارکوونکو ته جدي مزاحمت پيداکړى دى .
جزئيات وروسته خپريږي .