کابل / د وږي ۷ مه / باختر
د مزار شریف ښاروالۍ د ښار له کوڅو او پلې لارو موانع لرې کړې.
د بلخ د مزارشریف ښاروالي له ښار څخه د ترافیکي موانعو لرې کول په داسي حال کې پیل کړي چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال او د نظامي چارو کمېسیون مسوول مولوي محمدیعقوب مجاهد مجاهدینو ته سپارښتنه وکړه چې له ښارونو څخه به ټول ترافیکي موانع لرې کوي.
موانعو د مزارشریف ښار اوسېدونکو لپاره ګڼې ستونزې جوړې کړي وې چې اوسمهال د موانعو د لرې کولو سره دغه ستونزې حل شوې.