امنیت

د مزار شريف په منډوي کې ځانمرکى بريد وشو

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د مزار شريف په منډوي کې نن ځانمرکى بريد وشو.
په دې بريد کې ځانمرکي يرغلګر خپل چاوديدوونکي توکي د مزارشريف ښار په منډوي کې وچول.
د بلخ ولايت يوه امنيتي مسوول د باخترآژانس خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې د دغې پيښې له امله د سر د اوښتي زيان او مالي تاوان کچه نه ده روښانه شوې.
خبرځاى زياته کړه چې امبولانسونه او د ژغورنې ټيمونه د پيښې ساحې ته رسيدلي دي او امنيتي ځواکونو ساحه کلابنده کړې ده.
د پيښې جزييات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته