اقتصاد

د مزارشریف د برېښنا او سرې له فابریکې څخه د کیمیاوي سرو د پېرلو تفاهم‌ لیک د کرنې او کانونو وزارت ترمنځ لاسلیک شو.

کابلباختر د چنګاښ د مياشتې۲٣
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کانونو او پټرولیم وزارت تر منځ تفاهم لیک لاسلیک شو چې، پر بنسټ یې کرنې وزارت د کورنیو تولیداتو د ودې په پار د ۲۰۰ زرو بزګرانو د اړتیاوړ ۲۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره د مزارشریف د سرې او برېښنا له فابریکې څخه چمتو کوي.
دباخترآژانس دخبرله مخې،دغه تفاهم د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپسرته وزیره نرګس نهان ترمنځ لاسلیک شو.
د کرنې وزیر نصیر احمد دراني وویل: «د دې هوکړه لیک پر بنسټ دکرنې وزارت ۲۰ زره مټریک ټنه یوریا کیمیاوي سره پېري او د ۳۴ ولایتونو په ۳۵۶ ولسوالیو کې یې پر ۲۰۰ بزګرانو وېشي. د کرنې وزارت د پام وړ یوریا کیمیاوي سره ۴۰۰ زره کرنیزه ځمکه تر پوښښ لاندې نيسي».
د دې سرو له پېرلو او په فیصدی سره پر بزګرانو له وېشلو څخه زموږ موخه، د بزګرانو د ځواکمنتیا تر څنګ د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا هم ده.
همداراز ددې تفاهم لیک په لاسلیک کولو غونډه کې د کانونو او پټرولیم سرپرسته وزیرې نرګس نهان وویل: «د کورنيو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه په ځانګړي ډول د مزارشریف د برېښنا اوسرې فابريکې د پیاوړتیا لپاره د کرنې وزارت له ژمنې او هلو ځلوڅخه مننه کوم، زموږ موخه ددې فابریکې وده او پر ځان بساینه ده چې دغه فابریکه هم وکولای شي چې، په ازاد بازار کې غښتلی او پراخ فعالیت وکړي.
دغه تفاهم لیک، د کانونو وزارت په دې مکلفوي چې، د یوریا  ښه کیفیت لرونکي کیمیاوي سرې هره ۵۰ کیلو یې بوجې په ۹۶۵ افغانیو د کرنې پر وزارت وپيري. کرنې وزارت هره بوجې د ۶۲۵ افغانیو په بدل کې پر بزګرانو وېشي. پاى- ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته