د مزارشريف په ښار کې د دوو ښوونځيو زده کوونکو د خپلو ښوونځيو دبيا پرانستلو غوښتنه وکړه

مزارشريف  باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
په  مزارشريف  ښار کې د لويانو  د دوو ښوونځيو زده کوونکو نن په اعتراض لاس پورې کړ او د خپلو ښوونځيو دبيا پرانستلو غوښتنه  يې وکړه
دغه دوه  ښوونځي په  هغو کې د لوست ورکولو د کيفيت د ټيټوالي په دليل تړل شوي دي.
د باختر آژانس  د خبريال  د خبرله مخې ؛  د  مزارشريف ښار  په  سجاديه ښارګوټي کې دلويانو د دغو دوو ښوونځيو يو شمير  زده کوونکو   د  بلخ د ولايتي شوراپه وړاندې په اعتراض لاس پورې کړ او د خپلو ښوونځيو د بيا پرانستلو غوښتنه يې وکړه.
اعتراض کوونکو وويل؛ څنګه چې دوى لويان دي په عمومي ښوونځيوکې د هغو د جذب امکان نشته او دوي بايد خپلو زده کړو ته  دوام ورکړي.
د بلخ  ولايت دپوهنې رياست مرستيال همايون نبي زاده  د لويانو د دغو دوو ښوونځيو دتړل کيدو علت په هغو کې دلوست  دکيفيت ټيټوالى بولي.
خو په  بلخ ولايت کې د لويانو د ښوونځيو د شورا غړي انجينر اسدي د بلخ  ولايت دپوهنې رياست دمرستيال  د ادعاپه ردولو سره  وايي   چې  په   دغو  دوو  ښوونځيو کې دلوست ورکولو کيفيت لوړدى.
ده وويل ؛ هڅه کوي  چې دغه دوه ښوونځي بيا فعال  او پرانستل شي.
پاى ف  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته