ټولنه

د مزارشريف د سرې او برېښنا فابريکې د ګازو نل ليکه بيا ونښلول شوه

کابل باختر دسلواغې ۱۳ مه
د مزارشريف د سرې او برېښنا فابريکې د ګازو نل ليکه چې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا پرې شوې وه، بيا ونښلول شوه .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې د مزارشريف د سرې او برېښنا فابريکې د ګازو نل ليکه چې د وسله والو طالبانو له خوا څه موده مخکې دچمتال ولسوالۍ د بارګاه ترکمنيه په سيمه کې پرې شوې وه، دبلخ  ولايت په چمتال ولسوالۍ کې د وليد – ٣٤ عملياتو په ملاتړ بېرته ترميم شوه.
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتوکې ۱۰ تنه وسله وال طالبان هم ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان او پنځه کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول.
دغه راز د بلخ  ولايت د چمتال ولسوالۍ د قشقار په سيمه کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول او د دښمن درې موټرسايکلونه هم له منځه يوړل شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته