د مرکزي بغلان ښاروالۍ ۱۳ بېلابېلې پروژې پلې کړي

کابل د مرغومي ۲۰مه، باختر
د مرکزي بغلان ښاروالۍ مسؤلین وايي، چې د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۳ بېلابېلې پراختیایي پروژې پلې کړې دي.
د مرکزي بغلان ښاروال قاري لطف الله عبیده باختر آژانس ته ویلي، چې د مرکزي بغلان ښاروالۍ د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو ۹ میاشتو کې د ۱۳ میلیونه ۶۳۴ زره ۹۵۰ افغانیو په لګښت ۱۳ بېلابېلې پروژې پلې کړي، چې په کې د ښاروالۍ د کلوپ د ځينو برخو بیارغونه، د سړکونو کانکرېټ، د ۸۶ اوسپنیزو دکانونو جوړول، د سړکونو د چغل اچونې او د ویالو جوړولو تر څنګ د پلچکونو د جوړولو چارې شاملې دي.
ورته مهال د مرکزي بغلان اوسېدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې ورته د ښاروالۍ له لوري ګڼې ښاري اسانتیاوې رامنځ ته شوي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې ورته نورې ګټورې ښاري پروژو دې ورته پلې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته